د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ د شولګر ولسوالۍ امنيه قوماندان ټپي شو

د بلخ د شولګر ولسوالۍ امنيه قوماندان ټپي شو

Jul 21, 2018 - 12:34

مزار شريف (پژواک،٣٠ چنګاښ ٩٧) د بلخ ولايت د شولګر ولسوالۍ امنيه قوماندان له وسله والو طالبانو سره په يوه نښته کې له پنځو نورو کسانو سره ټپي شوى دى.

د شولګر ولسوال امير شاه خان د چنګاښ په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د ولسوالۍ په قيزل قدوغ سيمه کې پر پوستو بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه،د ولسوالۍ امنيه قوماندان سيد عارف له درېيو پوليسو او دوه پاڅون کوونکو سره ټپي شوى او يو پوليس وژل شوى دى.

ولسوال وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement