ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د غور د لرغوني منار جام پر پوستې برید وکړ

طالبانو د غور د لرغوني منار جام پر پوستې برید وکړ

author avatar
21 Jul 2018 - 14:15
طالبانو د غور د لرغوني منار جام پر پوستې برید وکړ
author avatar
21 Jul 2018 - 14:15

فیروزکوه (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۷): په غور کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوسته چې د لرغوني منار جام د ساتنې مسوولیت پر غاړه لري برید کړی چې له امله یې د منار جام شاوخوا ځنگل زیاته برخه سوځېدلې ده.

یادې سرچينې وايي چې طالبانو تېره شپه د غور- هرات پر لویه لار، په شهرک ولسوالۍ کې چې د فیروزکوه له ښار څخه ۱۲۰ کیلومتره واټن لري، پر امنیتي پوسته برید کړی، خو منار ته زیان نه دی اوښتی.

یوې سیمه ییزې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د طالبانو په دغه برید کې د منار جام شاوخوا ځنګلونو زیاته برخه سوځېدلې او د طالبانو د راکټ مرمۍ لګېدو له امله د دې پوستې جومات هم ویجاړ شوی دی.

سرچینې زیاته کړې ده چې له شپږ ساعته نښتې وروسته طالبان له منار څخه پر شا تمبول شوي دي.

د غور والي ویاند دفتر سرپرست محمد عارف عابر، د لرغوني منار جام سیمو کې تېره شپه برید تایید کړ خو په دې اړه یې جزئیات ور نه کړل.

له بل پلوه د غور د اطلاعاتو او فرهنگ رییس فخرالدین اریاپور د لرغوني منار جام سیمو امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده، ویې ویل چې طالبانو په دغه برید کې منار جام ته زیان نه دی اړولی، خو شنو سیمو او ځنګلونو ته یې اور اچولی دی.

نوموړي په دې اړه له مرکزي حکومت څخه د جدي پاملرنې غوښتنې تر څنګ زیاته کړه که پاملرنه ونه شي، نو طالبان به منار ویجاړ کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې له درې ورځو راهیسې، طالبان د غور- هرات لارې په اوږدو کې د منارجام اړوند سیمو کې په ولسي جرګه کې د غور خلکو استازي کرام الدین تر مشرۍ لاندې له ولسي پاڅون کوونکو سره په جګړه اخته دي چې د دولتي سرچينو په وینا تر اوسه اووه طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي او له ولسي پاڅون کوونکو دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.