ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځه کسان د انسان تښتونې او بريدونو په تور ونيول شول

پنځه کسان د انسان تښتونې او بريدونو په تور ونيول شول

author avatar
21 Jul 2018 - 16:51
پنځه کسان د انسان تښتونې او بريدونو په تور ونيول شول
author avatar
21 Jul 2018 - 16:51

 کابل-هرات (پژواک، ۳۰چنګاښ ٩٧): د ملي امنيت رياست وايي چې پنځه تنه يې د بريدونو، ماين ايښودنې او انسان تښتونې په تور په کابل او هرات کې نيولي دي.

د ياد رياست له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه رياست ځانګړو ځواکونو د کابل ښار په درېيمه ناحيه کې د عتيق الله په نوم د وسله والو طالبانو يو غړى نيولى دى.

 سرچينې زياته کړې، نيول شوي کس اعتراف کړى چې دوه مياشتې مخکې د طالبانو د يوه قوماندان حکيمي له خوا په لوګر ولايت کې دغې ډلې ته جذب او بيا ورته دنده وسپارل شوه ، چې د امنيتي پوستو فلمبرداري وکړي، دندې ته د دولتي کسانو د تګ او رتګ وخت معلوم او بيا طالبانو ته خبر ورکړي. 

 د سرچينې په خبره، دغه کس د ملي اردو پر سرتېرو بريد طرح کړى و چې ونيول شو .

د يوبل خبرله مخې، په دوو بېلابېلو پېښو کې څلور تنه د بريدونو، ماين ايښودنې او انسان تښتونې په تور د هرات په مرکز او ولسواليو کې نيول شوي دي.

 د سرچينې په خبره، درې تنه په هرات ښار او شينډنډ ولسوالۍ کې د بريدونو او ماين ايښودنې او يوبل تن د انسان تښتونې په تور نيول شوي دي.  

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.