ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د ګډو ځواکونو د ګارنیزیون قطعه جوړه شوه

په غزني کې د ګډو ځواکونو د ګارنیزیون قطعه جوړه شوه

author avatar
21 Jul 2018 - 20:19
په غزني کې د ګډو ځواکونو د ګارنیزیون قطعه جوړه شوه
author avatar
21 Jul 2018 - 20:19

غزني (پژواک ٣٠ چنګاښ ٩٧): په غزني کې د ملي پولیسو، ملي امنیت او ملي اردو ځواکونو له لوري د ګارنیزیون نوې شپیته کسیزه قطعه جوړه شوه او نن يې رسماً کار پيل کړ.

د غزنی والي وحیدالله کلیمزي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، دغه قطعه په غزني کې د لا ښه امنیت او په غزني کې د جنايي جرمونو او ترور د مخنيوي په موخه جوړه شوې ده.

ده زياته کړه، دوى به د هغو خلکو مخه نیسي چې غیر قانوني کارونه کوي او یا هم په غزني کې د دولت کړنې تر پوښتنې لاندې راولي.

والي وویل: ((یوشمېر خلک دې چې قانون تر پښو لاندې کوي چې له دې وروسته به يې همدا قطعه مخه نیسي او د ټولو غیر قانونې کارونو مخه به نیسې.))

نوموړي د قطعې له سرتېرو څخه غوښتنه وکړه چې له خلکو سره دې سم سلوک وکړي او یواځې دې د هغو کسانو په وړاندې ودریږي چې قانون ته غاړه نه ږدي.

د غزني امنیه قوماندان سمونوال فرید احمد مشعل وویل، د دغې قطعې دنده په غزني کې د چیک پاینټونو جوړول، د تورو ښیښو موټرو مخنيوی، د غاصب، زورواکو، غیر قانوني یا بې اسنادو موټرو او د غیر قانوني وسلو ګرځولو په راټولولو او د ښار د امنیت په راوستو کې به پوره ونډه  اخلي.

د ده په وينا، د دې قطعې په جوړېدو سره به په ښار کې د ترور او غلا مخه هم ونیول شي.

دى وايي: ((زه د غزني له خلکو غواړم چې له خپلو امنیتي سرتېرو سره دې مرسته وکړي ترڅو دوى ستاسو امنیت لا نور هم خوندي کړي.))

مشعل زیاته کړه، له دې وروسته هیڅوک نه شي کولی د تګ راتګ په وخت کې د تورو ښیښو او یا هم له بې اسنادو موټرو څخه کار واخلې او یا هم غیر قانوني وسلې وګرځوي.

د هغه په خبره، په راتلونکي کې به د دې قطعې تشکیل زیات کړي او د ټولو هغو کارونو مخه به ونیول شې چې د دوى په وړاندې خنډ جوړوي او یا هم قانون سره په ټکر کې وي.

قوماندان وايي چې دې قطعې ته هیڅ کومه واسطه د منلو نه ده او قانون به په ټولو یو شان عملي کوي.

د غزني اوسېدونکي هم د دې قطعې په جوړېدو خوښ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.