میمنه (پژواک، ۳٠ چنګاښ ۹۷): په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وايي، یوه نجلۍ او هلک چې ټاکل شوې وه نن یې د واده مراسم ترسره شي، تېره شپه د وسله والو کسانو له لوري د دغه ولایت په کوهستان ولسوالۍ که وژل شوي دي.
د کوهستان ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد ناصر پژواک خبري اژانس ته وویل، سید مبارک شاه او صنوبر چې د دې ولسوالۍ د بندر سیمې د دهندرې اوسېدونکي وو، ټاکل شوې وه چې نن یې د واده مراسم ترسره شي، خو تېره شپه د طالب قوماندان مخدوم ظریف اړوند وسله والو له لوري وژل شوي دي.
امنیه قوماندان زیاته کړه، په کومه سیمه کې چې دا پېښه رامنځته شوې ده د وسله والو مخالفینو په لاس کې ده او د وژنې انګېزه یې لا هم روښانه نه ده؛ خو سید مبارک شاه مخکې د ملي اردو په لیکو کې دنده ترسره کړې وه.
د یادې امنیتي سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، وسله وال کسان تېره شپه د سید مبارک شاه کور ته دننه شوي هغه یې په چاړه وژلی او وروسته یې د هغه کوژدنه صنوبر د خپل پلار په کور کې پر ډزو وژلې ده.
په کوهستان ولسوالۍ کې د طالبانو یو مسوول د یادو ځوانانو په وژنه کې د دې ډلې لاس لرل رد کړل؛ خو تایید یې کړه چې دا دوه ځوانان خپلو کې کوژدن شوي وو او ټاکل شوې وه چې نن یې د واده مراسم ترسره شي.
نوموړي وويل چې طالبان هڅه کوي څو د دې ځوانانو د وژنې اصلي لامل او عاملین معلوم او مجازات یې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن