ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوستم له خپلو پلويانو وغوښتل چې لاريونونه پاى ته ورسوي

دوستم له خپلو پلويانو وغوښتل چې لاريونونه پاى ته ورسوي

author avatar
22 Jul 2018 - 20:29
دوستم له خپلو پلويانو وغوښتل چې لاريونونه پاى ته ورسوي
author avatar
22 Jul 2018 - 20:29

کابل (پژواک ٣١ چنګاښ ٩٦): د ولسمشر لومړي مرستيال له خپلو پلويانو وغوښتل چې لاريونونه پاى ته ورسوي، دولتي ادارې او سوداګريزې لارې خلاصې کړي.

نوموړى چې نن له ترکيې څخه کابل ته راستون شو، په خپل دفتر صدارت کې يې سلګونه پلويان راټول شوي وو. په دې غونډه کې يو شمېر لوړپوړو چارواکو، د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق، د بلخ پخواني والي عطامحمد نور، د کابينې او ملي شورا غړو هم ګډون کړى و.

د ولسمشر لومړي مرستیال او د جنبش ګوند موسس جنرال عبدالرشید دوستم څوارلس میاشتې مخکې له ولسمشر غني سره د هغه د اختلاف د زیاتېدو او د جوزجان له والي احمد ایشچي سره د بد چلند له تور وروسته چې د څارنوالۍ له لوري یې څېړنه پیل شوه، ترکیې ته لاړ. نوموړي یو ځل هېواد ته د راتلو هڅه وکړه، خو الوتکې ته یې د مزارشریف په هوايي ډګر کې د ناستې اجازه ورنه کړل شوه.

نوموړى په ترکیه کې له ۱۴ میاشتې پاتې کېدو وروسته، نن (د چنګاښ ٣١مه) مازدیګر هېواد ته راستون شو او د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې يې په ځانګړو مراسمو هرکلی وشو.

د ملي جنبش پلویان له نږدې شلو ورځو راهیسې لاریونونه او نیوکې کوي. دوی هېواد ته د جنرال دوستم د راستنېدو او په فاریاب کې د ولسي پاڅون کوونکو په چارو کې د جنرال دوستم د ځانګړي استازي نظام الدین قیصاري د خوشي کېدو غوښتنه کوي.

دوستم ياد شوې غونډې ته په وينا کې د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې له خپلو ملاتړو وغوښتل چې د تحصن خېمې ټولې کړې، نن شپه جشن وکړي او سر له سبا خلکو ته مزاحمت ونه کړي.

ده وويل، ټولې دولتي اداري، تعليمي او تحصيلي ادارې چې دروازې يې تړل شوې، دغه راز بندرونه، مغازې او هټۍ دې خلاصې شي.

هغه خپلو ملاتړو ته زياته کړه: "دا چې د ولسي جرګې او د ولسمشرۍ ټاکنې مو په مخ کې دي، نو چمتووالى ورته ونيسئ او له همدې لارې خپلو موخو او غوښتنو ته ورسېږئ."

نوموړي د سولې په تړاو وويل چې د سولې ټينګښت د دولت مهمه دنده ده او دى د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه تر هر څه وړاندې سولې ته ژمن دى او مهمه يې ګڼي.

د ده په خبره، سوله په کرار کېناستلو نه راځي، له دولت څخه فداکاري او پرېکنده هوډ غواړي او دى د سولې ټينګښت لپاره هر ډول فداکارۍ ته چمتو دى.

دى وايي، د سولې په ټينګښت سره د هېواد پرمختګ او بيارغونې ته لار پرانيستل کېږي.

دوستم د خپل يوه قومندان نظام الدين قيصاري نيول وغندل، له هغه سره د ده په وينا "شوى ناوړه چلند" يې ناځوانمردانه او د ټولو ارزښتونو خلاف وباله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.