ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل اوسېدونکي: پولیس د ساختماني کارونو په جریان کې له خلکو ناقانونه پيسې اخلي

د کابل اوسېدونکي: پولیس د ساختماني کارونو په جریان کې له خلکو ناقانونه پيسې اخلي

author avatar
22 Jul 2018 - 20:45
د کابل اوسېدونکي: پولیس د ساختماني کارونو په جریان کې له خلکو ناقانونه پيسې اخلي
author avatar
22 Jul 2018 - 20:45

کابل (پژواک،۳۱چنګاښ۹۷): د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، پولیس او د ښاروالۍ کارکوونکي د ساختماني کارونو په جریان کې په بېلا بېلو بهانو په ناقانونه توګه له خلکو پیسې اخلي او د دوی د ځورولو لامل کېږي.

د کابل د خاکجبار ولسوالۍ اوسېدونکي احمدالله (مستعار نوم) پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال یې د کابل له ښاروالۍ نه یوه نمره ځمکه (درې بسوې) په ۹۰ زره ډالر د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې وپېرله او د جوړېدو کارونه یې پيل کړل.

نوموړي په پولیسو او د ښاروالۍ په کارکوونکو د رشوت اخیستو نیوکه وکړه او ویې ویل، له هغې ورځې چې په ځمکه یې ساختماني کارونه پيل کړي؛ پولیس او د ښاروالۍ کارکوونکو ترې په بېلابېلو بهانو پيسې اخیستې دي.

نوموړي زیاته کړه: ((په دې دوره کې یې د هر منزل په لوړېدو د اړوندې ناحیې کارکوونکو او پولیسو راڅخه په بېلا بېلو بهانو له دوه زره امریکايي ډالرو څخه ډېرې پیسې اخیستي دي او تر دې مهاله چې تعمیر شپږ منزله لوړ شوی دی، له ما نه شاوخوا ۱۵ زره امریکايي ډالر اخیستي ‌دي.))

نوموړي زیاته کړه: اوس نورې پيسې نه لري چې پولیسو او د ښاروالۍ کارکوونکو ته یې ورکړي؛ نو ځکه یې کار درولی دی.

د پنځمې حوزې اړوند د مسعود شهرک اوسېدونکي نورالله پژواک ته وویل: ((د کور ساختماني چارې مې تر دویم چت پورې مخته تللې او همدا پرون ورځ دوه کسان چې نظامي یونيفورم یې په تن و، له حوزې راغلي و، له ما سره یې دعوا وکړه، ان لاس یې راسره واچاوه چې ۱۵ زره افغانۍ راکړه؛ خو زه چې د ملي امنیت کارکوونکی یم، کله مې چې کارت ورښکاره کړ، لاړل او تر اوسه بیا نه دي راغلي.))
نجیب الله کارګر چې په یاده سیمه کې په یوه ساختماني شرکت کې کار کوي، پژواک خبري اژانس ته وویل، د پنځمې حوزې پولیسو دی له کار څخه حوزې ته وړی دی، تر هغې چې له څښتن یې پيسې وانه خیستې، دی يې خوشې نه کړ.

نوموړي زیاته کړه: ((د حوزې پولیس له بېوزله او بېچاره خلکو پيسې اخلي؛ خو له زورواکو یې نه شي اخیستلای.))

د هغه په خبره، په روژه کې یې په یوې ودانۍ کې چې اته منزله یې درلودل، کار کاوه، پولیسو د کور له څښتن څخه د هر منزل په بدل کې زر ډالر واخیستل.

د خیرخانې اوسېدونکي ضیاءالحق ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((ما د خیرخانې په درېیمه برخه کې یو تعمیر جوړ کړ؛ خو د کار د دوام لپاره مجبور یم د پنځلسمې حوزې پولیسو ته پیسې ورکړم، سره له دې چې دغه موضوع مې تر چارواکو رسولې، خو هېڅ اقدام نه دی ترسره شوی.))

خو د کابل ښاروالۍ ویاند جلیل سلطاني په داسې حال کې چې د پولیسو له لوري یې د پيسو اخیستل تایید کړل، وویل، د پولیسو په منځ کې د عامه پوهاوي د نه شتون او فساد له امله له هغو کسانو چې کورونه جوړوي، رشوت اخیستل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، هر کله مو چې هېوادوال د ښاروالۍ نقشې سره سم خپل کورونه جوړ کړي، پولیس دا حق نه لري چې کار یې ودروي.

خو د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش د پولیسو له لوري د پيسو اخیستل رد کړل او ويې ويل، هر کله چې ساختمان قانوني وي او اسناد یې پوره وي، پولیس د دا ډول ساختمانونو په کار کې د لاس وهلو حق نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.