ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب: افغانستان غواړي د کولمبيا د سولې له تجربو ګټه واخلي

محب: افغانستان غواړي د کولمبيا د سولې له تجربو ګټه واخلي

author avatar
22 Jul 2018 - 13:54
محب: افغانستان غواړي د کولمبيا د سولې له تجربو ګټه واخلي
author avatar
22 Jul 2018 - 13:54

کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٧): په واشنګټن کې د افغانستان سفير ډاکتر حمدالله محب وايي چې دوى غواړي د کولمبيا د سولې له تجربې ګټه پورته کړي.

د امريکا د لويې وچې پّ هېواد کولمبیا کې د حکومت يوې وسله والې مخالفې ډلې (د کولمبیا انقلابي وسله وال ځواک ـ فارک) له ۵۲ کاله وسله والې جګړې وروسته شاوخوا يو نيم کال مخکې له حکومت سره سوله وکړه.

د کولمبيا په ۵۲ کلنه کورنۍ جګړه کې له ۲۶۰زرو ډېر کسان وژل شوي او تر ۶ ميليونه پورې نور بې کوره شوي وو.

ډاکتر محب  چې په واشنګټن کې د کولمبيا لپاره د افغانستان د نا استوګن سفير په توګه هم دنده پر مخ وړي، له پژواک خبري اژانس سره  په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې تېره مياشت  کولمبيا ته د سفر مهال يې د دغه هېواد له ولسمشر او نورو چارواکو سره وليدل.

هغه زياته کړه چې کولمبيايي چارواکو د افغانستان د سولې او پرمختيا په چارو کې هر ډول همکاريو ته چمتووالى وښود.

ډاکټر محب وايي چې کولمبيا ته د درې ورځني سفر پر مهال يې د بهرنیو چارو او دفاع له وزيرانو، د سولې، سمون او بېرته ستنېدنې، جګړې ځپلو، پاملرنې او رغونې چارو، موزيمونو، پوهنې، او ښځو چارو له وزارتونو او عالي کمېسیونونو له  لوړپوړو چارواکو سره وکتل.

د نوموړي په وينا،  کولمبيايي چارواکو د افغانستان د سولې مذاکراتو د بريا او تر هوکړې وروسته چارو د سمون په موخه د کيڼ اړخې فارک FARC وسله والې ډلې سره د خپل حکومت تر څه باندې نيمې پېړۍ لانجې وروسته د سولې لپاره د چاپېریال جوړولو، مذاکراتو بریالي کولو، تړون لاسلیکولو، پلي کولو او له مخې يې د پخوانیو اورپکو عادي ژوند ته راګرځولو، انتقالي عدالت تامینولو او بنسټونو د بیارغولو تجربې له افغان لوري سره شريکې کړې.

د افغانستان سفير وايي، د افغانستان او کولمبیا د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو د لا زیاتو ګډو ټکو پر موندلو هوکړه وشوه.

د نوموړي په وينا، افغانستان غواړي د کولمبيا د سولې له تجربو ګټه واخلي

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.