ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالان: په بلخ کې د مرموزو وژنو، تښتونو او غلاوو پېښې ډېرې شوې دي

مدني فعالان: په بلخ کې د مرموزو وژنو، تښتونو او غلاوو پېښې ډېرې شوې دي

author avatar
22 Jul 2018 - 16:10
مدني فعالان: په بلخ کې د مرموزو وژنو، تښتونو او غلاوو پېښې ډېرې شوې دي
author avatar
22 Jul 2018 - 16:10

مزارشريف (پژواک، ۳۱چنګاښ ۹۷): د بلخ ولايت مدني فعالان وايي چې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې په مزارشريف کې د مرموزو وژنو، اختطافونو او غلاوو کچه دومره لوړه شوې چې په تېرو لسو کلونو کې يې ساری نه دی ليدل شوی.

دوی د بلخ سيمه ييز چارواکي د امنيت د ټينګښت په برخه کې پاتې بولي او زياتوي چې مرکزي حکومت بايد د بلخ امنيت ته پام وکړي.

د بلخ امنيه قومانداني هم په مزارشريف کې د مرموزو وژنو او جنايي پېښو زياتوالی تاييدوي خو وايي چې د يادو پېښو ډېری عاملين يې نيولي دي.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې لسګونه ځوانان د چنګاښ په ۳۱مه د حضرت علي روضې په ختيځه دروازه کې د اعتراض په ډول راټول شوي وو او له امنيتي ځواکونو يې غوښتنه کوله، چې مزار ښار کې د مرموزو وژنو، اختطاف او غلاوو مخه ونيسي.

ياد مدني فعالان په داسې مهال مزارشريف کې د پېښو ډېرېدو په غبرګون اعتراض کوي چې همدا تېره شپه د ښار د دويمې حوزې په مربوطاتو کې د علي محمد په نوم يو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی.

بلخ کې د (سولې غږ) شورا مشر او د ياد اعتراضي حرکت سمبالوونکي اميرزاده شهزاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د راټولېدو موخه يې امنيتي چارو ته د مزارشريف د چارواکو متوجه کول دي.

هغه زياته کړه چې په مزارشريف ښار کې غلاوې، تښتونې او مرموزې وژنې عادي چارې ګرځېدلې چې له امله يې عام خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړي د معترضينو په لاسونو کې نيول شوو عکسونو ته په اشارې وويل چې دغه انځورونه د هغو ځوانانو دي چې په وروستيو پېښو کې ښار دننه په مرموز ډول وژل شوي دي.

د هغه په وينا، د ډېری دغو وژنو تر شا د نا مسووله وسله والو لاس دی.

شهزاد پر امنيتي مسوولينو هم تور پورې کوي چې د مزارشریف ښار د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلي دي.

مدني فعال سيد محمد يزدان پرست هم د مزارشريف ښار اوسنی وضعيت وېروونکی بولي او له امنيتي ځواکونو غواړي چې د مخنيوي لپاره يې لاس په کار شي.

هغه له پژواک سره خبرو کې وويل چې په تېرو دوو اونيو کې ښار دننه په محفوظو ځايونو کې پنځه کسان په مرموز ډول وژل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.