د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دوستم له خپلو پلويانو وغوښتل چې لاريونونه پاى ته ورسوي

دوستم له خپلو پلويانو وغوښتل چې لاريونونه پاى ته ورسوي

Jul 22, 2018 - 20:29

کابل (پژواک ٣١ چنګاښ ٩٦): د ولسمشر لومړي مرستيال له خپلو پلويانو وغوښتل چې لاريونونه پاى ته ورسوي، دولتي ادارې او سوداګريزې لارې خلاصې کړي.

نوموړى چې نن له ترکيې څخه کابل ته راستون شو، په خپل دفتر صدارت کې يې سلګونه پلويان راټول شوي وو. په دې غونډه کې يو شمېر لوړپوړو چارواکو، د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق، د بلخ پخواني والي عطامحمد نور، د کابينې او ملي شورا غړو هم ګډون کړى و.

د ولسمشر لومړي مرستیال او د جنبش ګوند موسس جنرال عبدالرشید دوستم څوارلس میاشتې مخکې له ولسمشر غني سره د هغه د اختلاف د زیاتېدو او د جوزجان له والي احمد ایشچي سره د بد چلند له تور وروسته چې د څارنوالۍ له لوري یې څېړنه پیل شوه، ترکیې ته لاړ. نوموړي یو ځل هېواد ته د راتلو هڅه وکړه، خو الوتکې ته یې د مزارشریف په هوايي ډګر کې د ناستې اجازه ورنه کړل شوه.

نوموړى په ترکیه کې له ۱۴ میاشتې پاتې کېدو وروسته، نن (د چنګاښ ٣١مه) مازدیګر هېواد ته راستون شو او د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې يې په ځانګړو مراسمو هرکلی وشو.

د ملي جنبش پلویان له نږدې شلو ورځو راهیسې لاریونونه او نیوکې کوي. دوی هېواد ته د جنرال دوستم د راستنېدو او په فاریاب کې د ولسي پاڅون کوونکو په چارو کې د جنرال دوستم د ځانګړي استازي نظام الدین قیصاري د خوشي کېدو غوښتنه کوي.

دوستم ياد شوې غونډې ته په وينا کې د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې له خپلو ملاتړو وغوښتل چې د تحصن خېمې ټولې کړې، نن شپه جشن وکړي او سر له سبا خلکو ته مزاحمت ونه کړي.

ده وويل، ټولې دولتي اداري، تعليمي او تحصيلي ادارې چې دروازې يې تړل شوې، دغه راز بندرونه، مغازې او هټۍ دې خلاصې شي.

هغه خپلو ملاتړو ته زياته کړه: "دا چې د ولسي جرګې او د ولسمشرۍ ټاکنې مو په مخ کې دي، نو چمتووالى ورته ونيسئ او له همدې لارې خپلو موخو او غوښتنو ته ورسېږئ."

نوموړي د سولې په تړاو وويل چې د سولې ټينګښت د دولت مهمه دنده ده او دى د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه تر هر څه وړاندې سولې ته ژمن دى او مهمه يې ګڼي.

د ده په خبره، سوله په کرار کېناستلو نه راځي، له دولت څخه فداکاري او پرېکنده هوډ غواړي او دى د سولې ټينګښت لپاره هر ډول فداکارۍ ته چمتو دى.

دى وايي، د سولې په ټينګښت سره د هېواد پرمختګ او بيارغونې ته لار پرانيستل کېږي.

دوستم د خپل يوه قومندان نظام الدين قيصاري نيول وغندل، له هغه سره د ده په وينا "شوى ناوړه چلند" يې ناځوانمردانه او د ټولو ارزښتونو خلاف وباله.

خو ده خپلو پلويانو ته ډاډ ورکړ چې د قيصاري د خلاصېدو موضوع به له ولسمشر غني سره مطرح کړي او زياته يې کړه: "که هغه را خلاص نه کړم، بېرته له هېواده وځم."

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور هم دې غونډې ته په خبرو کې له ولسمشر غني څخه مننه وکړه چې د دوستم راتګ ته يې زمينه برابره کړه.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement