دریېم تعقیب – کابل (پژواک،۳۱چنګاښ ۹۷): د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د موټرو کاروان له تېرېدو څخه وروسته ځانمرګي برید وشو چې په ترڅ کې یې ١٤ کسان ووژل شول او ٦٠ ټپیان دي.
د کابل پولیسو ۱۰۱ اسمايي زون ویاند حشمت الله ستانکزي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا برید هغه مهال ترسره شو چې د جنرال عبدالرشید دوستم کاروان له هوايي ډګر څخه د صدرات په لور روان و.
سرچینې زیاته کړه چې بریدګر غوښتل د جنرال دوستم کاروان باندې برید وکړي، خوکله چې امنیتي ځواکونو وپېژاند، د درېدو امر یې ورته وکړ، خو هغه ځان امنیتي کمربند ته څېرمه والوځاوه.
د سرچینې د معلوماتوله مخې، په دې پېښه کې ١٤ تنه وژل شوي او ٦٠ نور ټپيان دي چې زياتره يې امنيتي ځواکونه دي.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت هیڅ ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
جنرال عبدالرشید دوستم په ترکیه کې له ۱۴میاشتو استوګنې وروسته، نن مازیګر هېواد ته راستون شو او د کابل هوايي ډګر کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ورته هرکلی وویل شو.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د کابینې ځیني غړي، یو شمېر والیان، په ولسي جرګه کې د خلکو ځینې استازي او یو شمېر سیاسي څېرې د جنرال عبدالرشید دوستم هرکلي لپاره د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته ورغلي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن