ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه ځانمرګي برید کې ١٤ تنه وژل شوي او ٦٠ ژوبل دي

د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه ځانمرګي برید کې ١٤ تنه وژل شوي او ٦٠ ژوبل دي

author avatar
22 Jul 2018 - 17:27
د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه ځانمرګي برید کې ١٤ تنه وژل شوي او ٦٠ ژوبل دي
author avatar
22 Jul 2018 - 17:27

دریېم تعقیب – کابل (پژواک،۳۱چنګاښ ۹۷):  د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د موټرو کاروان له تېرېدو څخه وروسته ځانمرګي برید وشو چې په ترڅ کې یې ١٤ کسان ووژل شول او ٦٠ ټپیان دي.

د کابل پولیسو ۱۰۱ اسمايي زون ویاند حشمت الله ستانکزي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا برید هغه مهال ترسره شو چې د جنرال عبدالرشید دوستم کاروان له هوايي ډګر څخه د صدرات په لور روان و.

سرچینې زیاته کړه چې بریدګر غوښتل د جنرال دوستم کاروان باندې برید وکړي، خوکله چې امنیتي ځواکونو وپېژاند، د درېدو امر یې ورته وکړ، خو هغه ځان امنیتي کمربند ته څېرمه والوځاوه.

د سرچینې د معلوماتوله مخې، په دې پېښه کې ١٤ تنه وژل شوي او ٦٠ نور ټپيان دي چې زياتره يې امنيتي ځواکونه دي.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت هیڅ ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

جنرال عبدالرشید دوستم په ترکیه کې له ۱۴میاشتو استوګنې وروسته، نن مازیګر هېواد ته راستون شو او د کابل هوايي ډګر کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ورته هرکلی وویل شو.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د کابینې ځیني غړي، یو شمېر والیان، په ولسي جرګه کې د خلکو ځینې استازي او یو شمېر سیاسي څېرې د جنرال عبدالرشید دوستم هرکلي لپاره د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته ورغلي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.