ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار والي: روغتيا پالان بايد د داعش او اردو په درملنه کې توپیر ونه کړي

د ننګرهار والي: روغتيا پالان بايد د داعش او اردو په درملنه کې توپیر ونه کړي

author avatar
22 Jul 2018 - 14:36
د ننګرهار والي: روغتيا پالان بايد د داعش او اردو په درملنه کې توپیر ونه کړي
author avatar
22 Jul 2018 - 14:36

جلال اباد (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار والي وايي، روغتيا پالان بايد د داعش، اردو، ملکي خلکو او د والي د زوی په درملنه کې توپیر ونه کړي او ټولو ته يو ډول خدمات وړاندې کړي.

نوموړي دا څرګندونې د چنګاښ په ۳۱مه په دغه ولايت کې د روغتيايي علومو له دولتي انسټيټوټ څخه دمحصلینو په فراغت غونډه کې وکړې.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال د غونډې په څنډه کې خبريالانو ته وويل چې تازه فارغ شوو د عالي نرسنګ، طبي ټکنالوجي او فارمسي په برخو کې دوه کلنې زده کړې کړې او عملي روزنه یې ليدلې ده.

دی وايي، فارغ شوي د ۴۲ نجونو په ګډون ۱۸۵ کسان دي چې تر ډېره به په لرو پرتو سيمو کې پر دندو وګومارل شي.

د عامې روغتيا د رييس په وينا، اوسمهال د ننګرهار ۹۶ سلنه روغتيايي مرکزونو کې ښځينه پرسونل موجود دي او د دغو تازه فارغ شوو نجونو په ګومارلو سره به پاتې ستونزه هم حل شي.

دی زياتوي: ((موږ اوسمهال د دوربابا په يو کلينيک کې ښځينه کارمندانې نه لرو، د ګوشتې ولسوالۍ يو مرکز کې او دغه راز د خوږياڼو ولسوالۍ يوازې يو مرکز کې ښځينه پرسونل شته؛ خو نور ټولو سيمو کې ستونزه حل ده، حتی ځينو کلينيکونو کې موږ تر پنځلس او تر دې پورته ښځينه پرسونل هم لرو.))

د فراغت غونډې پر مهال د ننګرهار والي حيات الله حيات تازه فارغ شوو طبي کارمندانو او ټولو روغتياپالانو باندې غږ وکړ چې د دندې او تداوۍ پر مهال د هېچا تر منځ فرق ونه کړي او هېڅوک په بل باندې غوره ونه ګڼي.

هغه زياته کړه: ((تاسو بايد بې پلوه اوسئ، د داعش، طالب، اردو، عامو خلکو او د والي د زوی په تداوۍ کې بايد فرق ونه کړئ. ټولو ته بايد يو شان خدمات وړاندې کړئ.))

دی هيله من دی چې د تازه فارغ شوو طبي کارکوونکو او په ځانګړې توګه د نجونو په فراغت سره به د لرو پروتو سيمو مېرمنو او ماشومانو ته د روغتيايي خدمتونو په برخه کې لا ډېرې اسانتياوې برابرې شي.

فارغینو هم غوښتنه وکړه چې د دندې زمينه دې ورته برابره شي او ډاډ يې ورکړ چې په هر ځای کې د خپلو خلکو خدمت کولو ته چمتو دي.

لطيفه شينوارې د فارغ شوو له ډلې ده چې په عالي نرسنګ کې يې دوه کلنې زده کړې وکړې. هغه وايي، د خپلې سيمې د مېرمنو د روغتيايي حالت بدلولو هیلې مجبوره کړې چې هم عالي نرسنګ ولولي او هم عالي قابلګي او د خپلو خویندو خدمت وکړي.

هغې وويل: ((زموږ په هسکه مېنه ولسوالۍ کې ښځينه ډاکترانې او قابلې ډېرې کمې دي، که يوه مور د زېږون ستونزه ولري نو په سيمه ييزو ښځو (دايي ګانو) په لاس زېږون کوي چې يا خپله مري او يا يې هم اولاد.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.