د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل اوسېدونکي: پولیس د ساختماني کارونو په جریان کې له خلکو ناقانونه پيسې اخلي

د کابل اوسېدونکي: پولیس د ساختماني کارونو په جریان کې له خلکو ناقانونه پيسې اخلي

Jul 22, 2018 - 20:45

کابل (پژواک،۳۱چنګاښ۹۷): د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، پولیس او د ښاروالۍ کارکوونکي د ساختماني کارونو په جریان کې په بېلا بېلو بهانو په ناقانونه توګه له خلکو پیسې اخلي او د دوی د ځورولو لامل کېږي.

د کابل د خاکجبار ولسوالۍ اوسېدونکي احمدالله (مستعار نوم) پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال یې د کابل له ښاروالۍ نه یوه نمره ځمکه (درې بسوې) په ۹۰ زره ډالر د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې وپېرله او د جوړېدو کارونه یې پيل کړل.

نوموړي په پولیسو او د ښاروالۍ په کارکوونکو د رشوت اخیستو نیوکه وکړه او ویې ویل، له هغې ورځې چې په ځمکه یې ساختماني کارونه پيل کړي؛ پولیس او د ښاروالۍ کارکوونکو ترې په بېلابېلو بهانو پيسې اخیستې دي.

نوموړي زیاته کړه: ((په دې دوره کې یې د هر منزل په لوړېدو د اړوندې ناحیې کارکوونکو او پولیسو راڅخه په بېلا بېلو بهانو له دوه زره امریکايي ډالرو څخه ډېرې پیسې اخیستي دي او تر دې مهاله چې تعمیر شپږ منزله لوړ شوی دی، له ما نه شاوخوا ۱۵ زره امریکايي ډالر اخیستي ‌دي.))

نوموړي زیاته کړه: اوس نورې پيسې نه لري چې پولیسو او د ښاروالۍ کارکوونکو ته یې ورکړي؛ نو ځکه یې کار درولی دی.

د پنځمې حوزې اړوند د مسعود شهرک اوسېدونکي نورالله پژواک ته وویل: ((د کور ساختماني چارې مې تر دویم چت پورې مخته تللې او همدا پرون ورځ دوه کسان چې نظامي یونيفورم یې په تن و، له حوزې راغلي و، له ما سره یې دعوا وکړه، ان لاس یې راسره واچاوه چې ۱۵ زره افغانۍ راکړه؛ خو زه چې د ملي امنیت کارکوونکی یم، کله مې چې کارت ورښکاره کړ، لاړل او تر اوسه بیا نه دي راغلي.))
نجیب الله کارګر چې په یاده سیمه کې په یوه ساختماني شرکت کې کار کوي، پژواک خبري اژانس ته وویل، د پنځمې حوزې پولیسو دی له کار څخه حوزې ته وړی دی، تر هغې چې له څښتن یې پيسې وانه خیستې، دی يې خوشې نه کړ.

نوموړي زیاته کړه: ((د حوزې پولیس له بېوزله او بېچاره خلکو پيسې اخلي؛ خو له زورواکو یې نه شي اخیستلای.))

د هغه په خبره، په روژه کې یې په یوې ودانۍ کې چې اته منزله یې درلودل، کار کاوه، پولیسو د کور له څښتن څخه د هر منزل په بدل کې زر ډالر واخیستل.

د خیرخانې اوسېدونکي ضیاءالحق ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((ما د خیرخانې په درېیمه برخه کې یو تعمیر جوړ کړ؛ خو د کار د دوام لپاره مجبور یم د پنځلسمې حوزې پولیسو ته پیسې ورکړم، سره له دې چې دغه موضوع مې تر چارواکو رسولې، خو هېڅ اقدام نه دی ترسره شوی.))

خو د کابل ښاروالۍ ویاند جلیل سلطاني په داسې حال کې چې د پولیسو له لوري یې د پيسو اخیستل تایید کړل، وویل، د پولیسو په منځ کې د عامه پوهاوي د نه شتون او فساد له امله له هغو کسانو چې کورونه جوړوي، رشوت اخیستل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، هر کله مو چې هېوادوال د ښاروالۍ نقشې سره سم خپل کورونه جوړ کړي، پولیس دا حق نه لري چې کار یې ودروي.

خو د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش د پولیسو له لوري د پيسو اخیستل رد کړل او ويې ويل، هر کله چې ساختمان قانوني وي او اسناد یې پوره وي، پولیس د دا ډول ساختمانونو په کار کې د لاس وهلو حق نه لري.

نوموړي زیاته کړه، یو شمېر داسې ساختمانونه موجود دي چې کاروبار یې غیرقانوني دي، د دا ډول ساختمانونو کار د څارنوالۍ، پولیسو او ګارنېزیون د استازو په شتون کې له رشوت اخیستو پرته درول کېږي.

دانش د کابل ښار له اوسېدونکو غواړي چې په هغه وخت کې دې موضوع له اړوندې حوزې سره شریکه کړي چې پولیس یې د ساختماني کار د بندېدو لامل ګرځي او پیسې ترې غواړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement