ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کندوز وکیل شايسته باز ناصري د خپلو خپلوانو زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې”

“د کندوز وکیل شايسته باز ناصري د خپلو خپلوانو زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې”

author avatar
22 Jul 2018 - 15:54
“د کندوز وکیل شايسته باز ناصري د خپلو خپلوانو زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې”
author avatar
22 Jul 2018 - 15:54

کندوز ښار (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٧): په کندوز کې يو شمېر کسان چې ځانونه په ولسي جرګه کې د دغه ولايت د استازي شايسته باز ناصري نږدې خپلوان معرفي کوي، ادعا کوي چې نوموړي يې څه باندې دوه زره جريبه ځمکه غصب کړې ده.

خو بل لور ته شايسته باز ناصري بيا وايي چې د یادو کسانو دغه ادعا حقيقت نه لري او دغه ډول څرګندونې د ده پر وړاندې يوه سياسي دسيسه ده.

دغه کسان چې شمېر یې شاوخوا ١٥ کسانو ته رسېده، په کندوز ښار کې د ولايت مقام ته څېرمه د اعتراض په ډول ټول شوي وو.

د دغو کسانو له ډلې کوثر ناصري چې ځان د شايسته باز ناصري مشر ورور يادوي، وايي چې شايسته باز په خان اباد ولسوالۍ کې د ټولې کورنۍ شاوخوا دوه زره جريبه ځمکه غصب کړې ده.

هغه وايي: ((هم يې زموږ ځمکه نيولې او هم يې پر مرګ ګواښلي يو، سيمه ييز حکومت ته مو څو ځلې مراجعه وکړه، زموږ ستونزه يې حل نه کړه، له ولسمشر نه غواړو زموږ مشکل حل کړي، که چېرې دغه مشکل حل نه شي موږ ټول ځانونو ته اور اچوو.))

دغه راز د دې کسانو له ډلې يوې نجلۍ چې ځان د شايسته باز ورېره معرفي کوي، پژواک ته وويل چې شايسته باز ناصري د خپلو ټولو خويندو او وروڼو ځمکې غصب کړې دي.

دې وويل: ((د روژې په مياشت کې راغى، زموږ پنځه زره منه غنم يې په زور واخيستل، زموږ ځمکې يې خرڅې کړط، په کندوز ښار او کابل کې يې اپارتمانونه پرې اخيستې دي.))

دغه راز يوې مېرمنې چې ځان د شايسته باز ناصري خور پېژني، پژواک ته وويل: ((شايسته باز زموږ ځمکي نيولي، موږ سره زور وايي، زموږ په حق کې بې عدالتي کوي.))

همدارنګه د شکر الله ناصري په نوم يو کس چې ځان د شايسته باز ناصري وراره معرفي کوي وايي چې د شايسته باز له لوري څو ځلې دوى پر مرګ ګواښل شوي دي.

ده وويل: ((موږ د کندوز والي، امنيه قوماندانۍ او نورو ټولو ادارو ته ولاړو خو چا زموږ عريضه ځکه وانه خيسته چې د وکيل پر ضد وه، نو موږ له ولسمشر نه عدالت غواړو.))

يادو کسانو د خپلو څرګندونو په اړه کوم اسناد وړاندې نه کړل خو يواځې د هغو عريضو کاپيانې يې پژواک ته وښودې چې څارنوالۍ، د ولايت مقام او نورو ادارو ته يې کړې وې.

خو بل لور ته شايسته باز ناصري بيا وايي چې د دغو کسانو څرګندونې حقيقت نه لري، يواځې د ده پر وړاندې يوه سياسي دسيسه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.