ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د يوه ښوونځي ودانۍ جوړېدو کار پيل شو

لغمان کې د يوه ښوونځي ودانۍ جوړېدو کار پيل شو

author avatar
22 Jul 2018 - 18:35
لغمان کې د يوه ښوونځي ودانۍ جوړېدو کار پيل شو
author avatar
22 Jul 2018 - 18:35

جلال اباد (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۷): د لغمان ولايت په مرکز مهترلام کې د نږدې یوولس میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د تدریسي ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د چنګاښ په ۳۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل،دغه ودانۍ چې د ولایت مقام لپاره د منظور شوې غیر مشروط بودیجې په مالي لګښت د لسو میاشتو په موده کې جوړېږي، ټولټال اته تدریسي ټولګي او نور اړين ملحقات لري.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال په یاده لېسه کې ۲۶۶۶ زده کوونکي په اووه تدریسي خونو او خېمو کې خپلې زده کړې کوي، چې د تعمیر د نه شتون له امله له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو.

هغه زیاته کړه، د نوي تعمیر په جوړېدو سره به په دغه ښوونځي کې د تدریسي ټولګیو د نه شتون ستونزه تر ډېره راکمه شي.

د والي وياند وايي، د دغې ودانۍ د بنسټ ډبرې کېښودو مراسمو کې د لغمان والي او يو شمېر چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

ځواک وايي، د لغمان والي محمد اصف ننګ په خپلو خبرو کې د علم په ارزښت د تفصیلي خبرو تر څنګ ولسونه، شتمن او پانګوال دې ته وهڅول چې د معارف او نوي نسل د روښانه راتلونکې په خاطر د خپلو مرستو لمن پراخه کړي او په دې لاره کې له هیڅ راز همکاریو مخ و نه ګرځوي.

ننګ د پوهنې ريیس ته لارښوونه وکړه چې له یادې پروژې څخه وخت په وخت په دقیقه توګه څارنه وکړي او تر څنګ یې د پروژې له تطبیق کوونکي شرکت څخه وغوښتل چې معیار، کیفیت او د پروژې پر وخت سرته رسېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.