د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

محب: افغانستان غواړي د کولمبيا د سولې له تجربو ګټه واخلي

محب: افغانستان غواړي د کولمبيا د سولې له تجربو ګټه واخلي

Jul 22, 2018 - 13:54

کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٧): په واشنګټن کې د افغانستان سفير ډاکتر حمدالله محب وايي چې دوى غواړي د کولمبيا د سولې له تجربې ګټه پورته کړي.

د امريکا د لويې وچې پّ هېواد کولمبیا کې د حکومت يوې وسله والې مخالفې ډلې (د کولمبیا انقلابي وسله وال ځواک ـ فارک) له ۵۲ کاله وسله والې جګړې وروسته شاوخوا يو نيم کال مخکې له حکومت سره سوله وکړه.

د کولمبيا په ۵۲ کلنه کورنۍ جګړه کې له ۲۶۰زرو ډېر کسان وژل شوي او تر ۶ ميليونه پورې نور بې کوره شوي وو.

ډاکتر محب  چې په واشنګټن کې د کولمبيا لپاره د افغانستان د نا استوګن سفير په توګه هم دنده پر مخ وړي، له پژواک خبري اژانس سره  په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې تېره مياشت  کولمبيا ته د سفر مهال يې د دغه هېواد له ولسمشر او نورو چارواکو سره وليدل.

هغه زياته کړه چې کولمبيايي چارواکو د افغانستان د سولې او پرمختيا په چارو کې هر ډول همکاريو ته چمتووالى وښود.

ډاکټر محب وايي چې کولمبيا ته د درې ورځني سفر پر مهال يې د بهرنیو چارو او دفاع له وزيرانو، د سولې، سمون او بېرته ستنېدنې، جګړې ځپلو، پاملرنې او رغونې چارو، موزيمونو، پوهنې، او ښځو چارو له وزارتونو او عالي کمېسیونونو له  لوړپوړو چارواکو سره وکتل.

د نوموړي په وينا،  کولمبيايي چارواکو د افغانستان د سولې مذاکراتو د بريا او تر هوکړې وروسته چارو د سمون په موخه د کيڼ اړخې فارک FARC وسله والې ډلې سره د خپل حکومت تر څه باندې نيمې پېړۍ لانجې وروسته د سولې لپاره د چاپېریال جوړولو، مذاکراتو بریالي کولو، تړون لاسلیکولو، پلي کولو او له مخې يې د پخوانیو اورپکو عادي ژوند ته راګرځولو، انتقالي عدالت تامینولو او بنسټونو د بیارغولو تجربې له افغان لوري سره شريکې کړې.

د افغانستان سفير وايي، د افغانستان او کولمبیا د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو د لا زیاتو ګډو ټکو پر موندلو هوکړه وشوه.

د نوموړي په وينا، افغانستان غواړي د کولمبيا د سولې له تجربو ګټه واخلي

د نوموړي په وينا، د کولمبيا د بهرنيو چارو وزارت ژمنه وکړه چې په هندوستان کې خپلې سفیرې ته د افغانستان د نا استوګنې سفیري په توګه د باورلیک وړاندې کولو په برخه کې به زمینه برابره کړي.

ډاکتر محب وويل چې په نږدې وخت کې به يو کولمبيايي پلاوی له افغانستان سره د ګډو اقتصادي زمينو پلټلو او سوداګرۍ پرانيستلو په موخه کابل ته سفر وکړي.

هغه زياته کړه چې له کولمبيايي چارواکو سره د امنیتي اړیکو په برخه کې د کولمبیا ملي دفاع وزارت له افغانستان سره د امنیتي ځواک د پیاوړتیا، عالي نظامي زده کړو، پلان جوړونې، هوايي ځواکونو، په ځانګړي ډول د نوو الوتکو د پیلوټانو او تخنیکي کارکوونکو د روزنې او ماین پاکۍ په برخو کې روزنې په موخه، په بوګاټا کې د کوربه توب او افغانستان ته د خپلو روزونکو د لېږلو پر مواردو تمرکز وشو.

د افغانستان سفير وايي چې دغه راز يې له هغوى سره د پوهنې، بشري حقونو، فرهنګي او ګرځندوی په چارو کې پر همکاريو هم خبرې وشوې.

هغه زياته کړه چې د ملتونو تر منځ د کلتوري اړیکو ایجادولو په موخه، د کولمبیا په پلازمېنه بوګاټا کې د افغانستان د لرغونو اثارو د ګرځندو موزیمونو د نندارتونونو جوړولو په هکله د چمتووالي یادونه وشوه چې په دې برخه کې به د دواړو اړخونو د کلتوري بنسټونو تر منځ خبرو اترو ته زمینه برابرېږي.

ډاکتر محب وويل، په پام کې ده د روان زېږديز کال په اوږدو کې د افغانستان د بېلابېلو بنسټنو له استازو جوړ لوړپوړی پلاوی په بېلابېلو اړخونو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او دغه راز د کولمبیا د سولې له تجربو څخه د ګټې اخیستنې په موخه دغه هېواد ته سفر ولري.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement