د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مدني فعالان: په بلخ کې د مرموزو وژنو، تښتونو او غلاوو پېښې ډېرې شوې دي

مدني فعالان: په بلخ کې د مرموزو وژنو، تښتونو او غلاوو پېښې ډېرې شوې دي

Jul 22, 2018 - 16:10

مزارشريف (پژواک، ۳۱چنګاښ ۹۷): د بلخ ولايت مدني فعالان وايي چې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې په مزارشريف کې د مرموزو وژنو، اختطافونو او غلاوو کچه دومره لوړه شوې چې په تېرو لسو کلونو کې يې ساری نه دی ليدل شوی.

دوی د بلخ سيمه ييز چارواکي د امنيت د ټينګښت په برخه کې پاتې بولي او زياتوي چې مرکزي حکومت بايد د بلخ امنيت ته پام وکړي.

د بلخ امنيه قومانداني هم په مزارشريف کې د مرموزو وژنو او جنايي پېښو زياتوالی تاييدوي خو وايي چې د يادو پېښو ډېری عاملين يې نيولي دي.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې لسګونه ځوانان د چنګاښ په ۳۱مه د حضرت علي روضې په ختيځه دروازه کې د اعتراض په ډول راټول شوي وو او له امنيتي ځواکونو يې غوښتنه کوله، چې مزار ښار کې د مرموزو وژنو، اختطاف او غلاوو مخه ونيسي.

ياد مدني فعالان په داسې مهال مزارشريف کې د پېښو ډېرېدو په غبرګون اعتراض کوي چې همدا تېره شپه د ښار د دويمې حوزې په مربوطاتو کې د علي محمد په نوم يو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی.

بلخ کې د (سولې غږ) شورا مشر او د ياد اعتراضي حرکت سمبالوونکي اميرزاده شهزاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د راټولېدو موخه يې امنيتي چارو ته د مزارشريف د چارواکو متوجه کول دي.

هغه زياته کړه چې په مزارشريف ښار کې غلاوې، تښتونې او مرموزې وژنې عادي چارې ګرځېدلې چې له امله يې عام خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړي د معترضينو په لاسونو کې نيول شوو عکسونو ته په اشارې وويل چې دغه انځورونه د هغو ځوانانو دي چې په وروستيو پېښو کې ښار دننه په مرموز ډول وژل شوي دي.

د هغه په وينا، د ډېری دغو وژنو تر شا د نا مسووله وسله والو لاس دی.

شهزاد پر امنيتي مسوولينو هم تور پورې کوي چې د مزارشریف ښار د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلي دي.

مدني فعال سيد محمد يزدان پرست هم د مزارشريف ښار اوسنی وضعيت وېروونکی بولي او له امنيتي ځواکونو غواړي چې د مخنيوي لپاره يې لاس په کار شي.

هغه له پژواک سره خبرو کې وويل چې په تېرو دوو اونيو کې ښار دننه په محفوظو ځايونو کې پنځه کسان په مرموز ډول وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((هغه وژنې او جنايي پېښې چې د روان ۱۳۹۷ کال په لومړيو څلورو مياشتو کې په مزار شريف کې رامنځته شوي دي، په تېرو لسو کلونو کې بې مخينې دي)).

يزدان پرست زياتوي، چې دا وژنې د طالب او داعش لخوا نه کېږي، بلکې عاملين يې هغه نا مسوول وسله وال دي چې په مزارشريف کې فعاليت لري.

هغه په خپلو خبرو کې وويل چې د وژنو تر څنګ اختطافونه او غلاوې، هغه پېښې دي چې د مزار ښاريانو ژوند يې تريخ کړی دی.

د يادې اعتراضيه راټولېدنې په پای کې پرېکړه ليک هم خپور شو چې په يوه برخه کې يې راغلي: ((امنيتي مسوولين دې يا د ښار امنيتي وضعيت بېرته عادي حالت ته را وګرځوي او که دغه کار نه شي کولی نو له خپلو دندو دې استعفا وکړي.))

په پرېکړه ليک کې د مزارشريف ښار امنيتي مسوولينو ته ګواښ شوی وو: ((که په راتلونکو ورځو کې د ښار امنيتي برخه کې پام وړ بدلون رانه غی، نو ښاريان به مو پر وړاندې له دې پر سترو حرکتونو لاس پورې کړي.))

په ورته وخت کې د بلخ امنيتي چارواکي هم په مزارشريف کې د جنايي پېښو په تړاو د ښاريانو اندېښنې پر ځای بولي.

د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د ډېری پېښو عاملين يې نيولي دي.

هغه زياته کړه چې د بلخ په ځينو ولسواليو کې د نا امنيو په ډېرېدو سره مزارشريف ښار کې هم امنيتي وضعيت څه نا څه خراب شوی دی.

نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې د امنيت په ټينګښت کې له پوليسو سره همکاري وکړي.

د بلخ اوسېدونکي غوښتنه کوي چې امنيتي چارواکي بايد په مزارشریف ښار کې د ناقانونه وسله والو پر ضد جدي ګامونه پورته کړي.

د دوی په وينا، د نامسووله وسله والو له مخنيوي سره په ښار کې جنايي پېښې هم راکمېدای شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan