ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې ۱۵ امنیتي سرتېري وژل شوي

پکتیکا کې ۱۵ امنیتي سرتېري وژل شوي

author avatar
22 Jul 2018 - 14:24
پکتیکا کې ۱۵ امنیتي سرتېري وژل شوي
author avatar
22 Jul 2018 - 14:24

ښرنه (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٧): د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې لس سرحدي پوليس او پنځه د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

دغه څرګندونې په ګيان ولسوالۍ کې يوې باوري امنيتي سرچينې د چنګاښ په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

سرچينه وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مڼې کنډو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو ډله ييز بريد کړی دی.

ده وويل چې په دې جګړه کې لس سرحدي پوليس او پنځه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

خو د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين بيا وايي چې په دې جګړه کې يواځې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

ده وويل چې په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

دغه راز د ګيان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي صفت الله پژواک ته وويل چې د مڼې کنډو د تېرې شپې په جګړه کې ګڼو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د ګيان ولسوالۍ د تېرې شپې په جګړه کې طالبانو، ١٤ حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې ده، له تېرې شپې راهيسې د پکتيکا په اومنې ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او دواړه لوري يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.