کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٧): خلک هېواد ته د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم راتګ اغېزمن بولي، خو زياتوي چې نوموړى دې تر هر څه وړاندې د هغه په وړاندې وارد شوي تور ته په څارنوالۍ کې ځواب وايي.
د ولسمشر لومړي مرستیال او د جنبش ګوند موسس جنرال عبدالرشید دوستم څوارلس میاشتې مخکې له ولسمشر غني سره د هغه د اختلاف د زیاتېدو او د جوزجان له والي احمد ایشچي سره د بد چلند له تور وروسته چې د څارنوالۍ له لوري یې څېړنه پیل شوه، ترکیې ته لاړ. نوموړي یو ځل هېواد ته د راتلو هڅه وکړه، خو الوتکې ته یې د مزارشریف په هوايي ډګر کې د ناستې اجازه ورنه کړل شوه.
نوموړى په ترکیه کې له ۱۴ میاشتې پاتې کېدو وروسته، نن (د چنګاښ په ٣١مه) مازدیګر هېواد ته راستون شو او د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې يې په ځانګړو مراسمو هرکلی وشو.
له بلې خوا د ملي جنبش پلویان له نږدې شلو ورځو راهیسې لاریونونه او نیوکې کوي. دوی هېواد ته د جنرال دوستم د راستنېدو او په فاریاب کې د ولسي پاڅون کوونکو په چارو کې د جنرال دوستم د ځانګړي استازي نظام الدین قیصاري د خوشي کېدو غوښتنه کوي.
د هرات ښار اوسېدونکي محمد امين، پژواک خبري اژانس ته وويل، مخکې له دې چې په شمال کې خلک اعتراضونه پيل کړي، دولت بايد جنرال دوستم ته د راتګ اجازه ورکړې واى، اوس هم په دې خاطر چې د تاوتريخجنو لاريونونو مخنيوى وشي، ښه شو چې راغى.
خو دى زياتوي: "د يوه افغان په توګه د حکومت په وړاندې د زورواکۍ مخالف يم، ښه به وي چې د ټولنې هر وګړى د هېواد د اساسي قانون په اساس چلند وکړي."
دی زیاتوي، دا د حکومت د مشرانو مسوولیت دی چې ولس ته حقایق وايي.
د ده په خبره، که جنرال دوستم د محاکمې په موخه هېواد ته را غوښتل شوی وي، نو ښه خبره ده، که نه نو د حکومت دغه لږ اعتبار ته به هم لوی زیان واوړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن