کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۷):د خاکجبار اوسيدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې په خاکجبار کې د برېښنا برجونو جوړولواو ترانسفرمرونو نصبولو کار پيل کېدو خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې يې د شينکۍ کړوخېل هڅې وستايلې.
ولسوال قاضي سليمان بسطلوي په خاکجبار ولسوالۍ کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل چې په ١٣٩١ کال کې د دې سيمې خلکو د برېښنا غوښتنه وکړه چې د تدارکاتي پروسې تر ترسره کېدو وروسته يې اوس د برېښنا اړوند توکي دې ولسوالۍ ته رسېدلي دي.
ده زياته کړه، دې ولسوالۍ ته د برېښنا سلګونه پايې، د برېښنا اړوند مزي، د درې برجونو او ٢٣ ترانسفرمرونو مواد را رسېدلي او ډېر ژر به يې د جوړېدو عملي کار پيل شي.
د هغه په وينا، د برېښنا دغه چارې به دوه مياشتې وخت ونيسي او په پايله کې به يې د ولسوالۍ له ٥٢ کليو څخه ٣٠ کليو ته چې د خلکو ٧٠ سلنه جوړوي، په لومړي پړاو کې برېښنا ورکول شي، پاتې نورو کليو ته به برېښنا په دويم پړاو کې ووېشل شي.
ولسوال وايي، نن د خاکجبار د ولس او مسوولينو له خوا د دې ولسوالۍ هغه اوسېدونکي وستايل شول چې د دې برېښنا د چارو په ترسره کولو کې يې عملي ونډه اخيستې وه.
نوموړي دغه راز په دې برخه کې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازې شينکۍ کړوخېل او ځينو نورو مشرانو هڅې وستايلې او په راتلونکي کې يې هم په دې برخه کې له هغوى او ولس نه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د خاکجبار ولسوالۍ د محلي شورا مشر زيارت ګل مبارز وايي، دوی به د پايو په نصبولو او نورو ټولو چارو کې له اړونده ارګانونو سره همکاري وکړي.
هغه له پوليسو سره د امنيت د ټينګښت په برخه کې هم د همکارۍ ډاډ ورکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن