ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي پاتو ولسوالۍ کې ۱۴ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د دایکنډي پاتو ولسوالۍ کې ۱۴ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
23 Jul 2018 - 13:35
د دایکنډي پاتو ولسوالۍ کې ۱۴ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
23 Jul 2018 - 13:35

 نيلي(پژواک، د زمري لومړۍ نېټه٩٧):د دایکنډي ولایتي شورا وايي چې د دغه ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د دوه ملي پولیسو په ګډون اووه سیمه ییز پاڅون کوونکي وژل شوي او شاوخوا شپږ نور ټپیان دي.

د دایکنډي د ولایتي شورا غړي غیرت علي جواهري پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو نن شپه اته بجې د پاتو ولسوالۍ پر مرکز له درې لورو برید وکړ چې د پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو د مقاومت له امله د یادې ولسوالۍ پر نیولو بریالي نه شول.

نوموړي زیاته کړه، د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ په دغې نښته کې اووه ولسي پاڅون کوونکي او دوه ملي پولیس وژل شوي او شپږ نور سرتېري ټپیان دي.

امنیتي سرچینو د یادې نښتې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي؛ خو وایي چې د پاتو ولسوالۍ په مرکز کې نښته تر اوسه دوام لري.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.