ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د کابل پروني ځانمرګي برید کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۷۹  نور ټپیان دي”

” د کابل پروني ځانمرګي برید کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۷۹ نور ټپیان دي”

author avatar
23 Jul 2018 - 17:20
” د کابل پروني ځانمرګي برید کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۷۹  نور ټپیان دي”
author avatar
23 Jul 2018 - 17:20

څلورم تعقیب- کابل (پژواک، زمري لومړۍ نېټه ۹۷):  د عامې روغتیا وزارت په کابل ښار کې د تېرې ورځې ځانمرګي برید د مرګ ژوبلې شمېر د زياتېدو خبر ورکړ او وایي چې دې پېښه کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۷۹ نور ټپیان دي.

پرون د حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د جمهوري ریاست لومړي مرستیال کاروان له تېرېدو څخه وروسته یو ځانمرګی برید ترسره شو.

امنیتي چارواکو تېره ورځ په دې پېښه کې د لس امنیتي سرتېرو په ګډون د ۱۴ کسانو د وژلو او څه باندې ۲۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

خو د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو حالاتو ادارې  د عمومي قوماندانۍ مرکز مسوول خلیل وردګ نن د زمري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې ورځې ځانمرګي برید کې ۲۷ کسان وژل شوي او ٧٩تن نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړه چې د پېښې ټپیان د کابل ښار بېلابېلو روغتونو نوته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په وژل شوو او ټپیانو کې ښځي او ماشومان هم شامل دي.

تراوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

حکومتي چارواکو دغه ځانمرګی برید وغانده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.