ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر : سعودي دې افغان سولې پروسه کې خپلې همکارۍ پراخه کړي

اتمر : سعودي دې افغان سولې پروسه کې خپلې همکارۍ پراخه کړي

author avatar
23 Jul 2018 - 13:34
اتمر : سعودي دې افغان سولې پروسه کې خپلې همکارۍ پراخه کړي
author avatar
23 Jul 2018 - 13:34

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٧) : د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د سعودي له سفير سره په ليدنه کې په افغان سوله کې ددغه هېواد د ونډې او همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ.

د  ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په لومړۍ نيټه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د خپل کار په دفتر کې د سعودي عربستان له سفیر جاسم الخالدي سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې لیدنه کې ملي امنیت سلاکار د افغانستان د سولې له بهیر سره د سعودي عربستان د همکاریو او همغږيو له امله مننه وکړه او د سولې په کار کې یې د سعودي عربستان د ونډې او همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

اتمر وویل، په سعودي عربستان کې د دیني عالمانو د ناستې پر مهال په افغانستان کې روانه جګړه نا روا و بلل شوه او په دې سره دا ثابته شوه چې د نړۍ اسلامي هېوادونه په افغانستان کې د سولې له بهیر څخه بشپړ ملاتړ کوي.

هغه د سعودي عربستان له ملا امامانو او خطیبانو څخه هم مننه وکړه چې په خپلو خطبو او واعظونو کې یې د افغانستان د سولې په ملاتړ او ناروا جګړې دپای ته رسېدو غوښتنه کړې.

په کابل کې د سعودي عربستان سفیر جاسیم الخالدي وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي او د سولې په چارو کې یې د همکاريو له دوام څخه افغان لوري ته ډاډ ورکړ.

د افغانستان ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د خپلو خبرو په دوام کې وویل،د نړۍ او سیمې هېوادونه د افغانستان د سولې او جنګ د پای ته رسېدو لپاره اجماع لري او په سعودي عربستان کې یې د دیني عالمانو د ناستې پر مهال د پرېکړو د عملي کېدو لپاره د افغان دولت له پوره چمتوالي څخه خبر ورکړ.

د يو بل خبر له مخې، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د خپل کار په دفتر کې د فرانسې هېواد له سفیر فرانسوا ریشیه سره وکتل.

سرچينه وايي، د لیدنې په سر کې ملي امنیت سلاکار په کابل کې د فرانسې سفیر فرانسوا ریشیه ته د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د اتلوالۍ د ګټلو له امله مبارکي وویله.

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د ناټو په سرمشریزه کې د فرانسې له مثبت رول او ونډې څخه مننه وکړه د نوموړي هېواد ملاتړ یې د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره مهم وباله.

دواړو لورو په افغانستان او سیمه کې د ترهګریزو ډلو پر فعالیتونو بحث وکړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې دهمکاریو پر زیاتېدو ټینګار وکړ. دوی همدارنګه سيمې ته له اروپايي هېوادونو څخه د هغو کسانو د راتګ پر مخنیوي هم خبرې وکړې، چې غواړي له ترهګریزو ډلو سره د ورانکارو عملونو په موخه یوځای شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.