کابل(پژواک،د زمري لومړۍ نېټه ۹۷): اجرايیه رییس هېواد ته د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د راتګ هرکلی وکړ او وايي، هیله ده چې د هغه راستنېدل به د ملي وحدت د قوي کېدو اوپه هېواد کې د سولې او ارامۍ د رامنځته کېدو سره مرسته وکړي.
جنرال دوستم په ترکیه کې له ۱۴ میاشتو پاتې کېدو وروسته هېواد ته راغی او د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې یې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې هرکلی وشو.
اجرايیه رییس ډاکتر عبدالله نن وزیرانو شورا ته د خبرو پر مهال هېواد ته د جنرال دوستم د راتلو هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې په هېواد کې به د جنرال دوستم شتون د ملي وحدت د حکومت د قوي کېدو او په افغانستان کې د سولې او ارامۍ سره مرسته وکړي.
نوموړي په کابل کې د تېرې ورځې ځامرګي برید ته په اشاره وویل: ((بدصفته ترهګرو پرون بیا پر جنایت لاس پورې کړ،یو شمېر ښاریانو ته یې مرګ ژوبله واړوله او کورنۍ یې د ویر په ټغر کېنولې.))
نوموړي وویل، د افغانستان دښمنان د افغانانو د وژلو او ډارولو لپاره له هر ممکنه فرصت څخه استفاده کوي؛ خو دوی به د دغه وحشیانه کړنو په واسطه خپلو شومو او شیطاني موخو ته ونه رسېږي.
هغه روښانه کړه، اوس هم د هېواد په بېلا بېلو برخو کې امنیتي ګواښونه موجود دي، ښاریان باید له امنیتي سرتېرو سره نږدې همکاري ولري ترڅو د ترهګريزو پېښو او بېګنا خلکو د وژلو مخنیوی وشي او خلک په سوله ییزه فضا کې ژوند وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل هوايي ډګر ته د جنرال دوستم له راتګ څخه څو شېبې وروسته یو ځانمرګی برید وشو چې له امله یې شاوخوا ۲۰ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن