کندهار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۹۷): د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکي چې وچکالۍ سخت ځپلي دي، له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دې ولسوالۍ د لوړې بند دې جوړ کړي.
د دغې ولسوالۍ قومي مشران او مخور چې د اوبو د کمښت د ستونزې د حل په موخه ولایت مقام، ولایتي شورا او ولسمشر ته ورغلي، وايي د اوبو د کمښت له امله د خلکو کروندې او باغونه په وچېدو دي.
د دې ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي خدایداد پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم د وچکالۍ ستونزه په ټول کندهار کې ده خو ارغستان د هغو ولسوالیو له ډلې ده چې وچکالۍ سخته ځپلې ده.
هغه زیاته کړه، په دې ولسوالۍ کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ډېره ټیټه شوې او خلک نه شي کولای په خپلو امکاناتو خپلې کروندې او باغونه خړوب کړي.
دی وايي، ارغستان ولسوالي د انارو ډېر باغونه لري چې سږنۍ وچکالۍ سر له اوسه زیانمن کړي او سږ کال به ډېر حاصلات و نه لري، په داسې حال کې چې د دې ولسوالۍ د ټولو اوسېدونکو ژوند پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی.
د ده په خبره، د خلکو دغه ستونزه یې تر ولایتي ادارې او ولسمشر پورې رسولې او هغوی ژمنه کړې چې د دغې ولسوالۍ د لوړې بند به جوړوي او د اوبو ستونزه به حلوي.
د ارغستان یوه بل قومي مشر ملا اغا جان هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ولسوالي په پراخه کچه د انارو باغونه لري خو د وروستۍ وچکالۍ له امله ډېر باغونه وچ شوي دي.
د ده په خبره، د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي له کلونو راهیسې د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي، خو وروستۍ وچکالۍ ډېر ځپلي دي.
هغه د بېلګې په توګه یادونه وکړه چې خلک اړ شوي ان له یوې سیمې بلې ته د اته کیلومتره اوږد پایپ په وسیله اوبه ورسوي او خپلې کروندې او باغونه پرې خړوب کړي.
دی وايي کلونه کېږي چې چارواکو ورسره د ارغستان د لوړې بند د جوړولو ژمنې کړې خو پوره شوې نه دي.
دی له ولسمشره غوښتنه کوي چې د دغې ولسوالۍ د لوړې بند دې جوړ کړي چې په دې توګه به د پنځو ولسوالیو د اوبو د کمښت ستونزه حل شي.
د کندهار د ولایتي شورا مرستیال حاجي عبدالقیوم بارکزی وايي، د ارغستان ولسوالۍ قومي مشران د همدې ستونزې د حل په موخه څو ځلې ولایت مقام او ولایتي شورا ته ورغلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن