هرات(پژواک،زمري لومړۍ نېټه٩٧): د هرات ولايت چارواکي وايي چې ددغه ولايت د ګمرک پنځه کارکوونکي د اداري فساد او اختلاس په تور نيول شوي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې دغه پنځه تنه د ملي امنيت موطفينو له لوري په دوو بېلابېلو پېښو کې ونيول شول .
هغه وويل چې د ګمرک درې کارکوونکي له دوه ميليون څخه د زياتو افغانيو د رشوت اخيستو په تور نيول شوي دي.
فرهاد وايي چې دغه راز د اسلام کلا د ګمرک دوه کارکوونکي هم د اختلاس په تور نيول شوي او دوسيې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن