لښکرګاه (د زمري لومړۍ نېټه ۹۷): هلمند کې د ملي امنيت ځواکونو يو ماشوم د انسان تښتونکو له منګلو څخه وژغوره.
د هلمند د ملي امنيت مرستيال مير حمزه خدمتګار نن د زمري په لومړۍ نېټه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې دوه اوونۍ وړاندې انسان تښتونکو له ګرشک ولسوالۍ څخه د اميد په نوم يو درې کلن ماشوم تښتولى و.
هغه وايي چې تېره ورځ د ملي امنيت کارکوونکو تښتول شوى ماشوم د انسان تښتونکو له منګلو وژغوره او خپلې کورنۍ ته يې وسپاره.
خدمتګار وايي چې انسان تښتوونکي د اميد له کورنۍ څخه د پيسو غوښتنه کړې وه او زياتوي: (( پرون چې موږ کله سيمه پرې کلابنده کړه، تښتونکي مجبور شول چې ماشوم پرېږدي او خپله له سيمې وتښتي.))
ده زياته کړه چې انسان تښتونکو په دغه ولايت خلکو او په ځانګړي ډول پانګوالو ته اندېښنې پيدا کړې دي، خو دوى باوري دي چې انسان تښتونکي کله هم خپلو موخو ته نه شي رسېدلى.
دغه راز د ژغورل شوي ماشوم پلار صلاح الدين وويل چې انسان تښتوونکو ترې د زوى د خلاصون په بدل کې يو نيم ميليون افغانۍ غوښتې وې.
ده وويل: (( په دې مسئله مې ملي امنيت خبر کړ، مرسته يې را سره وکړه پرون يې راته زوى را خوشې کړ.))
د يادونې ده چې هلمند کې د ملي امنيت کارکونکو په تېرو څلورو مياشتو کې د انسان تښتونکو درې ډلې نيولې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن