د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

وسله والو د ننګرهار په يوه جومات کې څلور لمونځ کوونکي وژل

وسله والو د ننګرهار په يوه جومات کې څلور لمونځ کوونکي وژل

Jul 23, 2018 - 11:03

جلال اباد (پژواک،د زمري لومړۍ نېټه ۹۷):د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې سرخرود ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله والو پر لمونځ کوونکو ډزې کړي او د امام په ګډون يې اوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په لومړۍ نېټه پژواک ته وويل چې تېره شپه دسرخرود ولسوالۍ د شمشپور سيمې اړوند ادم خېلو کلي کې ناپېژاندو وسله والو د ماخوستن جماعت لمونځ پرمهال يو جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ياده پېښه کې څلور لمونځ کوونکي وژل شوي او د امام په ګډون درې نور کسان ټپيان دي.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال هم وايي چې د پېښې له ځايه ورته څلور جسدونه او درې ټپيان انتقال شوي دي.

دی وايي، د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی او اوسمهال په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي حميدالله پژواک ته وويل چې خلک د ماخوستن د جماعت پر لمانځه   ولاړ و، چې ناپېژانده وسله والو پرې د کلاشينکوف ډزې کړي او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده؟

تر اوسه چا د دغې پېښې مسووليت نه دی منلى؛ خو چارواکي وايي چې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

د يو بل خبر له مخې،د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار مربوطاتو کې دوه پرله پسې چاودنې شوي چې چارواکي وايي، مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.

د معلوماتو له مخې، چاودنې د بهسودو پول ته څېرمه شوي؛ خو عيني شاهدان وايي چې يو ملکي وګړی په کې ټپي شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په لومړۍ نېټه پژواک ته وويل، چاودنې نن سهار شاوخوا ۸ بجې او شل دقيقې د جلال اباد ښار اتمې ناحيې اړوند د بهسودو پول هغې غاړې ته شوې دي.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، چاودنو کې هيچاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او اوس ساحه د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

بلخوا د پېښې يو عيني شاهد سهيل احمد پژواک ته وويل چې چاودنه د بهسودو پول د تالاشۍ پوستې ته څېرمه شوې او له امله يې يو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

هغه وايي، د چاودنو غږ ډېر قوي و او تر ډېرو لرو لرو ساحو اورېدل شوی دی.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند انعام الله مياخېل هم وايي چې په چاودنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د چاودنو مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement