ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو د ننګرهار په يوه جومات کې څلور لمونځ کوونکي وژل

وسله والو د ننګرهار په يوه جومات کې څلور لمونځ کوونکي وژل

author avatar
23 Jul 2018 - 11:03
وسله والو د ننګرهار په يوه جومات کې څلور لمونځ کوونکي وژل
author avatar
23 Jul 2018 - 11:03

جلال اباد (پژواک،د زمري لومړۍ نېټه ۹۷):د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې سرخرود ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله والو پر لمونځ کوونکو ډزې کړي او د امام په ګډون يې اوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په لومړۍ نېټه پژواک ته وويل چې تېره شپه دسرخرود ولسوالۍ د شمشپور سيمې اړوند ادم خېلو کلي کې ناپېژاندو وسله والو د ماخوستن جماعت لمونځ پرمهال يو جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ياده پېښه کې څلور لمونځ کوونکي وژل شوي او د امام په ګډون درې نور کسان ټپيان دي.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال هم وايي چې د پېښې له ځايه ورته څلور جسدونه او درې ټپيان انتقال شوي دي.

دی وايي، د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی او اوسمهال په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي حميدالله پژواک ته وويل چې خلک د ماخوستن د جماعت پر لمانځه   ولاړ و، چې ناپېژانده وسله والو پرې د کلاشينکوف ډزې کړي او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده؟

تر اوسه چا د دغې پېښې مسووليت نه دی منلى؛ خو چارواکي وايي چې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

د يو بل خبر له مخې،د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار مربوطاتو کې دوه پرله پسې چاودنې شوي چې چارواکي وايي، مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.

د معلوماتو له مخې، چاودنې د بهسودو پول ته څېرمه شوي؛ خو عيني شاهدان وايي چې يو ملکي وګړی په کې ټپي شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په لومړۍ نېټه پژواک ته وويل، چاودنې نن سهار شاوخوا ۸ بجې او شل دقيقې د جلال اباد ښار اتمې ناحيې اړوند د بهسودو پول هغې غاړې ته شوې دي.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، چاودنو کې هيچاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او اوس ساحه د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.