کابل (پژواک،د زمري لومړۍ نېټه ٩٧): د کابل اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې دوه پولیس وژل شوي دي.
د کابل د پولیسو د ۱۰۱ اسمايي زون ویاند حشمت الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه تېر ماښام د کابل په دوغ اباد سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړه، وژل شوي پولیس هغه مهال د ناپېژاندو وسله والو تر برید لاندې راغلل چې په پلې ګزمه بوخت وو.
د ستانکزي د معلوماتو له مخې، د وسله والو په برید کې لومړی یاد پولیس ټپي شوي خو روغتون ته تر لېږد وروسته یې د ژور ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د کابل د پولیسو ویاند وویل، په دې اړه څېړنې پیل شوې دي او تر اوسه د یادې پېښې په اړه څوک نه دي نیول شوي.
ددغه برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن