ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې د سترې ملي ناستې په جوړېدو ټينګار وکړ

ولسي جرګې د سترې ملي ناستې په جوړېدو ټينګار وکړ

author avatar
23 Jul 2018 - 17:39
ولسي جرګې د سترې ملي ناستې په جوړېدو ټينګار وکړ
author avatar
23 Jul 2018 - 17:39

کابل (پژواک،د زمري لومړۍ نېټه ۹۷): د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د جنرال دوستم د راتګ د هرکلي تر څنګ له اوسني وضعیت څخه د هېواد د وتلو په پار د ملي وحدت په ټينګښت او د سترې ملي غونډې پر جوړېدو ټينګار وشو.

د و لسمشر لومړی مرستیال او د جنبش ګوند موسس جنرال عبدالرشیددوستم ۱۴ میاشتې مخکې له ولسمشر سره د نوموړي د اختلاف د زیاتېدو او د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي سره د نوموړي د بدکارۍ د تور او د لويې څارنوالۍ له خوا د نوموړي د قضیې د څېړنې وروسته ترکیې ته لاړ.

نوموړي یو ځل هېواد ته د راتلو هڅه وکړه خو الوتکې ته یې د بلخ په هوايي ډګر کې د ناستې اجازه ورنه کړل شوه.

جنرال دوستم تېره ورځ په ترکیه کې له ۱۴ میاشتو پاتې کېدو وروسته کابل ته راغی او د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې یې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې هرکلی وشو.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهيمي د یادې جرګې په نننۍ ناسته کې هیله مندي ښکاره کړه چې هېواد ته د جنرال دوستم راتګ به په اوسني وضعیت کې د مثبتو بدلونونو د رامنځته کېدو لامل شي او د هېواد په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو پروګرامونو کې به مهم رول ولري.

نوموړي پر ملي وحدت د ټينګار تر څنګ له حکومت څخه وغوښتل چې له اوسني وضعیت څخه د وتلو او په((هېواد کې د بحران د کنټرول)) سربېره مناسبه ستراتیژي تدوین کړي او د سیاسي ګوندونو، قومونو او نورو د استازو په ګډون دې غونډه جوړه کړي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي صالح محمد سلجوقي وویل، د سیاسي ګوندونو او حکومت تر منځ اختلاف د هېواد په ګټه نه، بلکې ناورین رامنځته کوونکی دی. هغه په هېواد کې د شته ستونزو د حل لپاره پر ملي یووالي ټينګار وکړ او د هېواد له سیاسي مشرانو یې وغوښتل چې مخالفتونه پای ته ورسوي.

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې حمیرا ایوبي هم هېواد ته د جنرال دوستم د راتګ هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د نوموړي راتګ به د امنیت د ټينګښت او ملي یووالي سبب شي.

د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړو هم د جنرال دوستم له راتګ څخه هرکلی وکړ او هیله مندي يې ښکاره کړه چې د دوستم شتون به په شمال کې د امنیت د راتلو او د ملي یووالي د زیاتېدو لامل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.