ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : بغلان او غزني کې ٢٠ طالبان او اته داعش وسله وال وژل شوي

چارواکي : بغلان او غزني کې ٢٠ طالبان او اته داعش وسله وال وژل شوي

author avatar
23 Jul 2018 - 14:13
چارواکي : بغلان او غزني کې ٢٠ طالبان او اته داعش وسله وال وژل شوي
author avatar
23 Jul 2018 - 14:13

پلخمري(پژواک،د زمري لومړۍ نېټه٩٧):د بغلان او غزني امنيتي چارواکي وايي چې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې ٢٠ طالبان او اته داعش وسله وال وژل شوي دي.

د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سريع د زمري په لومړۍ نېټه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې بهرنيو ځواکونو د دغه ولايت په بورکې او دهنه غوري ولسواليو کې هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دغو بريدونو له امله په دهنه غوري ولسوالۍ کې د طالبانو د عُشر او زکات مسوول قاري عبدالغفور له خپلو دوه ساتوونکو سره او د بورکې ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسوول سيدخان له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوي دي.

دغه راز ده وويل چې طالبانو تېره شپه په نهرين ولسوالۍ کې هم ډله ييز بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول.

سريع زياته کړه چې د نهرين په جګړه کې شپږ طالبان وژل شوي، ١١ ټپيان او بريد يې هم په شا تمبول شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، غزني کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي.

په دې اړه د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه طالبانو د دغه ولايت د زنخان، اندړو، قره باغ،جغتو، ګيرو، ګيلان، رشيدان او د غزني ښار پر پوستو بريدونه کړي دي.

د قوماندان په وينا، د طالبانو بريدونه په شا تمبول شوي چې په ترڅ کې يې شپږ طالبان او يو سرتېرى وژل شوي او پنځه طالبان او څلور امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

دغه راز مشعل وويل چې افغان امنيتي ځواکونو نن سهار د ناوې ولسوالۍ په صدو تنګي سيمه کې پر داعش وسله والو هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې اته داعش وسله وال وژل شوي دي.

بل لورته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې طالبانو تېره شپه د غزني په مرکز، جغتو او ګيلان ولسواليو کې امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.