مزارشريف (پژواک ٢ زمری ۹۷): د افغانستان د چاپېريال ساتنې ملي اداره له سوداګرو غواړي څو هېواد ته د هغو توکو له واردولو ډډه وکړي چې د چاپېريال د تخريب لامل ګرځي.
دوی همدا راز وايي چې لا هم هېواد ته هغه ممنوع ګازات په غير قانوني ډول واردېږي چې د هېوا د ککړتيا لامل ګرځي.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د زمري په ۲مه د هوا ککړتيا د مخنيوي او چاپېريال ساتنې په موخه د بلخ، کندوز، بغلان، سمنګان او شبرغان ولايتونو د چاپېريال ساتنې ادارو مسوولينو او د بلخ د سکتوري ادارو چارواکو تر منځ مشورتي غونډه جوړه شوې وه.
د افغانستان د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د (اوزون) دفتر مسوول صميم هوشمند پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هوا ککړتيا د مخنيوي او خوندي چاپېريال درلودو لپاره ورته مشورتي غونډې د هېواد په نورو زونونو کې هم جوړوي.
د هغه په وينا، افغانان د چاپېريال ساتنې له موضوع سره ډېره اشنايي نه لري او بايد ډېر برخه کې د عامه پوهاوي لپاره پراخ کار وشي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې افغان سوداګر بايد هېواد ته د هغو موادو له واردولو ډډه وکړي چې د هوا ککړتيا او چاپېريال د تخريب لامل ګرځي.
هوشمند زياتوي چې د ځنګلونو قطع کول، له اړتيا زياته د اوبو استفاده او د ښارونو په منځ کې ګلخانه يي ګازات د دې لامل شوي چې د هېواد د ډېری ښارونو چاپېريال يې زيانمن کړی دی.
د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د (اوزون) دفتر مسوول وويل: ((دا زموږ مسووليت دی چې خپلو راتلونکو نسلونو ته سالم چاپېريال په ميراث پرېږدو، خلک بايد ځنګلونه قطع نه کړي او د اوبو په استعمال کې بايد له احتياط څخه کار واخيستل شي.))
هوشمند زياتوي چې د چاپېريال د ويجاړوونکو ګازاتو او توکو به استعمال سره له يوې خوا هوا ګرمېږي او له بلې خوا د پوستکي سرطان په څېر خطرناکو ناروغيو پيدا کېدو سبب ګرځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن