ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګردېز خلک: د برېښنا د وېش چارې دې ژر پیل شي

د ګردېز خلک: د برېښنا د وېش چارې دې ژر پیل شي

author avatar
24 Jul 2018 - 11:46
د ګردېز خلک: د برېښنا د وېش چارې دې ژر پیل شي
author avatar
24 Jul 2018 - 11:46

ګردېز (پژواک، ٢ زمرى ٩٧): د ګردېز اوسېدونکي وايي چې د ولسمشر غني له خوا د برېښنا سب سټېشن پر پرانيستل کېدو سربېره لا هم کورونو ته د برېښنا وېش نه دی پيل شوی.

دوی شکايت کوي چې سب سټېشن ته کابو څلور مياشتې وړاندې برېښنا رسېدلې، خو له خلکو سره لا هم يوازې ژمنې کيږي او د برېښنا د وېش چارې نه تر سره کيږي.

د ګردېز ښار د باغکها سيمې اوسېدونکی آصف مخلص برېښنا د پکتيا لپاره تر ټولو لويه او اساسي پروژه بولي او وايي چې د برېښنا د رسېدو او سب سټېشن يوازې پرانيسته وشوه، خو تر اوسه يې د وېش کار نه دی پیل شوی.

مخلص مسوول چارواکي په کړې ژمنه کې پر پاتې راتلو پړه بولي او وايي چې د برېښنا د وېش چارې بايد ژر تر ژره پيل شي.

ده وويل: ((ولسمشر په پکتيا کې دا يوه ډېر مهمه او کليدي پروژه پرانيسته، خو بدبختانه د لوړ پوړو چارواکو له ژمنو سره تر اوسه هم د ښار مربوطو ساحو او کورونو ته نه د برق پايې تللې او نه هم کوم بل کار شوى دى.))

دغه راز د بلند منزلو سيمې اوسېدونکی لقمان جلالزی وايي خلک د برېښنا په رسېدو خوښ او د مسوولينو له ژمنو هيله من و چې ژر به ورته برېښنا ورسول شي، خو په خبره يې د چارو ځنډېدو خلک ناهيلي او غوسه کړي دي.

جلالزي پژواک ته وويل چې د برېښنا ځنډېدل خپله د حکومت پر تاوان هم ده؛ ځکه په خبره يې دولت د وارداتي برېښنا لګښت ورکوي خو خلکو ته د نه وېش له امله بېرته عوايد نه ترلاسه کوي.

نوموړی وايي: ((کلکه ژمنه شوې وه چې د برېښنا له رارسېدو سره به د ګردېز اتلس زره کورونو ته برق ورکړل شي، خو متاسفانه برېښنا د برق په مرکز کې پاتې ده او تر اوسه نده وېشل شوې، د کار نه کېدل خلک نور هم په اداره بې باوره کوي.))

همدارنګه د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر عبدالنصير عالم يار هم د برېښنا پر ځنډېدو خواشينی دی او وايي، د برېښنا شرکت له مسوولينو غواړي چې له ژمنې سره سم د استوګنې سيمو سربېره سوداګرو ته هم د برېښنا اسانتيا برابره کړي.

دی وايي: ((تر اوسه يوازې هغې شبکې ته برق ورکړل شوی چې مخکې جنراټوري برق ورکول کېده. زموږ د تاجرانو لپاره هېڅ سهولت نشته چې توليدات وکړو، موږ په رهايشي ساحو کې اتيا فابريکې لرو، خو متاسفانه چې دوی ته لا هم برق ندی ورکړل شوی او دوی له جرنېټرونو خپل برق تمويلوي چې محيط زيست ته هم خطر دی.))

خو د يادو څرګندونو په غبرګون د پکتيا د برېښنا رييس محمد اصف نيازی وايي چې د ګردېز د برېښنا د وېش قرارداد د درېیو کمپنيو تر منځ لاس په لاس شوی چې د هغوی د خپلمنځي ستونزو له امله د برېښنا د وېش چارې هم په ټپه ولاړې دي.

نيازي پژواک ته وويل چې په دې اړه يې ولايتي او مرکزي ادارې ته خبر ورکړی، خو تر اوسه يې په اړه هېڅ اقدام ندی شوی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.