ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: راستنېدونکو ته دې د تذکرې او تحصیلي اسنادو د وېش لازمې اسانتیاوې برابرې شي

ولسمشر: راستنېدونکو ته دې د تذکرې او تحصیلي اسنادو د وېش لازمې اسانتیاوې برابرې شي

author avatar
24 Jul 2018 - 21:05
ولسمشر: راستنېدونکو ته دې د تذکرې او تحصیلي اسنادو د وېش لازمې اسانتیاوې برابرې شي
author avatar
24 Jul 2018 - 21:05

کابل (پژواک ٢ زمرى ٩٧): ولسمشر غني راستنېدونکو ته د لازمو اسانتياوو په برابرولو ټينګار کړى او ويلي، چې راستنېدونکو ته دې د تذکرې او تحصیلي اسنادو د وېش لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د مهاجرینو عالي کمېسیون غونډې د افغان مهاجرینو په عمومي وضعیت بحث وکړ.

سرچينه کاږي، دغه غونډه چې په ارګ کې جوړه شوه، په پيل کې د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د ایران، پاکستان او اروپايي هېوادونو په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د مهاجرینو د وضعیت او د مهاجرینو د بیا ادغام په اړه راپور وړاندې کړ.

ورپسې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ رئیس غلام رضا رسولي په اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل، ويې ویل، هغه شمېر افغانان چې د پناه اخیستو وضعیت  کې دي، ښه  شرایط لري او کولای شي له خپلو اساسي حقونو برخمن شي.

هغه زیاته کړه، هغه چې د پناه اخیستونکي په توګه یې د پناه اخیستو غوښتنې ارزول کېږي، د دوی د برخلیک تر معلومېدو پورې له حد اقل ملاتړ څخه برخمن دي.

ولسمشر وویل، د افغان کډوالو په اړه باید یو څرګند تصویر موجود وي چې له مخې یې اساسي غوښتنو ته رسیدګي وشي.

هغه همدارنګه راستنېدونکو بې سرپرسته ښځو او ماشومانو ته په رسېدنه ټینګار وکړ.

ده زیاته کړه، د اقتصاد وزارت دې انجوګانو سره ښه همغږي رامنځته کړي چې د تفاهم په اساس راستنېدونکو ته لازمې اسانتیاوې په پام کې ونیول شي.

ده وويل، راستنېدونکو ته دې د تذکرې او تحصیلي اسنادو د وېش لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

غني لارښوونه وکړه چې اړوند بنسټونه لکه د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونه او د نفوسو د احوالو د ثبت اداره دې ښه همغږي ولري چې کډوالو ته د بېرته راستنېدو پر مهال رسېدګي وشي.

د ده په وينا، د حامد کرزي په بین المللي هوايي ډګر کې دې د کډوالو د هرکلي لپاره مناسب ځای په پام کې ونیول شي چې په وخت سره یې خدمت وشي.

هغه بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د افغانستان له سفارتونو سره دې خبرې وشي چې په دې برخه کې د هغوی له بریالیو تجربو کار واخیستل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.