ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې د هوايي بریدونو له امله د داعش او طالبانو ۱۸ وسله وال وژل شوي

په جوزجان کې د هوايي بریدونو له امله د داعش او طالبانو ۱۸ وسله وال وژل شوي

author avatar
24 Jul 2018 - 15:51
په جوزجان کې د هوايي بریدونو له امله د داعش او طالبانو ۱۸ وسله وال وژل شوي
author avatar
24 Jul 2018 - 15:51

شبرغان (پژواک، ٢ زمری ٩٧): د جوزجان امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د هوايي برید او ماین چاودنې له امله د طالبانو مشهور کسان ملا حمزه او مولوي شاکر، د هغوی ۱۳ ملګري او د داعش درې وسله وال وژل شوي دي.

د جوزجان امنیه قوماندان مل پاسوال فقیرمحمد جوزجاني وویل، تېر ماښام په درزاب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په هوایي بمبار کې د طالبانو مهم قوماندان ملا حمزه، د نوموړي څلور ملګري او درې داعشیان وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، د درزاب ولسوالۍ په قزل کلي کې داسې مهال بمبار وشو چې طالبان او داعش جنګیالي په جګړه بوخت وو، په دغه بمبار کې دوه طالبان او پنځه داعشیان ټپیان دي.

جوزجاني زیاته کړه، نن په یاده سیمه کې د دواړو مخالفو ډلو فعالیت نه دی لیدل شوی او خلک په عادي ډول خپل کارونه پر مخ بیايي.

نوموړي په ډاګه کړه، د هوايي ځواکونو یاد عملیات په درزاب ولسوالۍ کې له مېشتو امنیتي ځواکونو سره په مهغږۍ ترسره شوي دي.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري بیا وايي، په وژل شوو داعشیانو کې یو تاجکستانی او دوه افغانان شامل دي.

نوموړي څرګنده کړه چې وژل شوو داعشیانو د مخابراتو په برخه کې کار کولو او د امنیتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې یې ټول مخابراتي وسایل له منځه تللي، سربېره پر دې نن دواړو مخالفو ډلو د یو بل پر ضد کوم فعالیت نه دی کړی خو د دواړو لورو تر منځ د بیاځلي نښتې د پیل اټکل کېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټيلېفوني اړیکه کې د خپلو درېیو ملګرو وژل کېدل منلي او ويلي یې دي، بمباري بهرنیو ځواکونو کړې ده او پنځه طالبان یې ټپیان کړي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې په وژل شوو کې د طالبانو سرګروپ نشته.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.