ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې د طالبانو خپل منځي جګړې ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په فراه کې د طالبانو خپل منځي جګړې ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
24 Jul 2018 - 14:42
په فراه کې د طالبانو خپل منځي جګړې ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
24 Jul 2018 - 14:42

فراه (پژواک، ۲ زمری ۹۷): ځينې سرچینې وايي، د فراه په خاکسفېد ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو ډلو تر منځ په نښته کې له دواړو لور یادې ولسوالۍ ته د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون پنځه کسان وژل شوي پنځه نور ټپیان دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهری پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر ماښام د خاکسفېد ولسوالۍ په ننګ اباد کلي کې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو والي خیروجان او په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو د سیمه ییز قوماندان ملا محمد داوود د وسله والو تر منځ نښته شوې ده.

د هغه په خبره، په دې نښته کې خیروجان او د هغه دوه ملګري او همدارنګه د ملا محمد داود دوه ملګري وژل شوي او د دواړو لورو پنځه کسان ټپیان دي.

د ننګ اباد اوسېدونکي د نوم د نه ښودو په شرط له جزیاتو پرته پژواک ته وویل، په دې نښته کې د طالبانو له دوه ډلو پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

هغه نن سهار ۹ بجې له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، طالبانو سیمه کلابنده کړې او غواړي دواړه ډلې بې سلا کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.