ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د روږدو شمېر مخ پر زیاتېدو دی

بغلان کې د روږدو شمېر مخ پر زیاتېدو دی

author avatar
24 Jul 2018 - 16:18
بغلان کې د روږدو شمېر مخ پر زیاتېدو دی
author avatar
24 Jul 2018 - 16:18

پلخمري (پژواک، ٢ زمرى ٩٧): بغلان کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې پر نشه یي توکو د روږدو شمېر له ۵۰زرو اوښتى او دغه شمېر ورځ تر بلې لوړېږي.

په بغلان کې له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر سمونوال شاه محمود پویا پژواک خبري اژانس ته وویل، څومره چې د وزګار ځوانانو شمېر ډېرېږي په هماغه کچه پر نشه يي توکو د اخته کسانو شمېر هم لوړېږي.

پویا وویل په بغلان کې له پنځوس زره ډېر کسان پر نشه روږدي دي چې دا لوړه شمېره له هر اړخه د اندېښنې وړ ده.

نوموړي زیاته کړه ورته د رسېدلو معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې له یادې شمېرې ۷ سلنه يې ښځې، ۱۳ سلنه يې ماشومان او پاتې ۸۰ سلنه يې نارینه دي چې د هر عمر کسان په کې شته دي.

پویا زياتوي: ((موږ  په یو وار یواځې د ٣٠ کسانو د بستر کولو توان لرو پاتې په کوڅو او بانډو کې ازاد ګرځي د بستر شوو کسانو علاج نه وي ترسره شوی چې نور کسان په دې توکو اخته کېږي.))

دغه راز پلخمري ښار کې پر نشه يي توکو يوه روږدي لعل محمد پژواک ته وويل چې په پاکستان کې د مهاجرت پر مهال پر نشه يي توکو اخته شوى دى.

ده زياته کړه: ((د پاکستان کراچۍ ښار کې مې خیاطي کوله له کوره لرې وم، ملګرو به مې تریاک کارول زه یې هم بلد کړم، لس کاله شو چې پر همدې مرض اخته یم.))

لعل ګل زیاتوي پنځه شپږ کاله کېږي چې له کوره شړل شوی او د پلخمري ښار په قهوه خانې بڼ کې شپې ورځې تېروي تر اوسه یې چا پوښتنه نه ده کړې او نه هم چا روغتون ته وړی دی.

ده وويل  که څوک یې روغتون بيايي نو دى چمتو دى څو بېرته د پخوا په څېر خپله روغتيا ترلاسه کړي.

همدارنګه په بغلان کې د معتادینو د دېرش بستریز روغتون مسوول ډاکتر محمدفهیم سدید پژواک ته وويل چې دوى يوه نيمه مياشت هر ناروغ په بستر کې ساتي چې بيا اويا سلنه يې ښه کېږي او بېرته خپل عادي ژوند ته ګرځي.

سدید زیاتوي، داسې ډېر کسان دي چې تر  درملنې وروسته کله چې خپل کلي او ملګرو ته ستانه شي، هغوى يې بېرته پر نشه يي توکو اخته کوي.

داکټر وايي، تر ټولو د اندېښنې وړ خبره د ښځینه و ده چې نه یې کره  شمېر معلوم دی او نه هم درملنې ته حاضرېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.