د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د چاپېریال ساتنې اداره: سوداګر هېواد ته ممنوع ګازات را واردوي

د چاپېریال ساتنې اداره: سوداګر هېواد ته ممنوع ګازات را واردوي

Jul 24, 2018 - 14:56

مزارشريف (پژواک ٢ زمری ۹۷): د افغانستان د چاپېريال ساتنې ملي اداره له سوداګرو غواړي څو هېواد ته د هغو توکو له واردولو ډډه وکړي چې د چاپېريال د تخريب لامل ګرځي.

دوی همدا راز وايي چې لا هم هېواد ته هغه ممنوع ګازات په غير قانوني ډول واردېږي چې د هېوا د ککړتيا لامل ګرځي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د زمري په ۲مه د هوا ککړتيا د مخنيوي او چاپېريال ساتنې په موخه د بلخ، کندوز، بغلان، سمنګان او شبرغان  ولايتونو د چاپېريال ساتنې ادارو مسوولينو او د بلخ د سکتوري ادارو چارواکو تر منځ مشورتي غونډه جوړه شوې وه.

د افغانستان د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د (اوزون) دفتر مسوول صميم هوشمند پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هوا ککړتيا د مخنيوي او خوندي چاپېريال درلودو لپاره ورته مشورتي غونډې د هېواد په نورو زونونو کې هم جوړوي.

د هغه په وينا، افغانان د چاپېريال ساتنې له موضوع سره ډېره اشنايي نه لري او بايد ډېر برخه کې د عامه پوهاوي لپاره پراخ کار وشي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې افغان سوداګر بايد هېواد ته د هغو موادو له واردولو ډډه وکړي چې د هوا ککړتيا او چاپېريال د تخريب لامل ګرځي.

هوشمند زياتوي چې د ځنګلونو قطع کول، له اړتيا زياته د اوبو استفاده او د ښارونو په منځ کې ګلخانه يي ګازات د دې لامل شوي چې د هېواد د ډېری ښارونو چاپېريال يې زيانمن کړی دی.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د (اوزون) دفتر مسوول وويل: ((دا زموږ مسووليت دی چې خپلو راتلونکو نسلونو ته سالم چاپېريال په ميراث پرېږدو، خلک بايد ځنګلونه قطع نه کړي او د اوبو په استعمال کې بايد له احتياط څخه کار واخيستل شي.))

هوشمند زياتوي چې د چاپېريال د ويجاړوونکو ګازاتو او توکو به استعمال سره له يوې خوا هوا ګرمېږي او له بلې خوا د پوستکي سرطان په څېر خطرناکو ناروغيو پيدا کېدو سبب ګرځي.

هوشمند وايي: ((کورنۍ د چاپېريال ساتنې په برخه کې مهم نقش لري، هره خونه کې چې ايرکنډېشن نصب شوی وي؛ نو هڅه دې وشي چې د کوټې کړکۍ او دروازه تړلې وساتل شي، همدا راز دې د يخچال دروازه پرانيستې نه پرېښودل کېږي، ځکه بيا د يو ډول مخربو ګازاتو د توليد لامل ګرځي چې ورسره چاپېريال زيانمنېږي.))

نوموړی وايي، سره له دې چې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د افغانستان په ټولو ګمرکونو کې د مخربو ګازاتو د پېژندنې الې نصب کړې خو د هغه په خبره، بيا هم په قاچاقي ډول دغه ويجاړوونکي ګازات هيواد ته راوړل کېږي.

په ورته وخت کې د بلخ د چاپېريال ساتنې ادارې مسوول غلام نبي خُرمي پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د مزارشريف ښار هوا ککړه شوې ده.

نوموړي يې لامل په ښار کې د نفوس زياتوالی، د ترانسپورتي وسايلو ډېروالی او د شنې ساحې نشتون په ګوته کړ.

نوموړي همدا راز له اړوند مسوولينو څخه هم غوښتنه وکړه چې د په بندرونو کې د هغو ممنوعه توکو مخه ونيسي، چې د هوا د ککړتيا لامل ګرځي.

له دې سره د مزار ښاروالۍ مسوولين وايي چې د چاپېريال ساتنې په موخه يې يو لړ پروګرامونه تر لاس لاندې نيولي دي.

د مزار ښاروال نصير احمد عيني پژواک ته وويل چې ښار کې د شنو ساحو د بيا احيا لپاره يې هڅې ګړندۍ کړې دي.

نوموړي په ښار کې د حمامونو موجوديت په اشارې وويل، هڅه يې پيل کړې څو د دغو حمامونو تعداد راکم کړي.

عيني د چاپيريال ساتنې برخه کې له خلکو څخه هم د همکارۍ غوښتنه کوی او وايي چې خلک دې د خپلو کورونو مخکې د موجودو ويالو پاکوالي  ته جدی پاملرنه وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement