د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ګردېز خلک: د برېښنا د وېش چارې دې ژر پیل شي

د ګردېز خلک: د برېښنا د وېش چارې دې ژر پیل شي

Jul 24, 2018 - 11:46

ګردېز (پژواک، ٢ زمرى ٩٧): د ګردېز اوسېدونکي وايي چې د ولسمشر غني له خوا د برېښنا سب سټېشن پر پرانيستل کېدو سربېره لا هم کورونو ته د برېښنا وېش نه دی پيل شوی.

دوی شکايت کوي چې سب سټېشن ته کابو څلور مياشتې وړاندې برېښنا رسېدلې، خو له خلکو سره لا هم يوازې ژمنې کيږي او د برېښنا د وېش چارې نه تر سره کيږي.

د ګردېز ښار د باغکها سيمې اوسېدونکی آصف مخلص برېښنا د پکتيا لپاره تر ټولو لويه او اساسي پروژه بولي او وايي چې د برېښنا د رسېدو او سب سټېشن يوازې پرانيسته وشوه، خو تر اوسه يې د وېش کار نه دی پیل شوی.

مخلص مسوول چارواکي په کړې ژمنه کې پر پاتې راتلو پړه بولي او وايي چې د برېښنا د وېش چارې بايد ژر تر ژره پيل شي.

ده وويل: ((ولسمشر په پکتيا کې دا يوه ډېر مهمه او کليدي پروژه پرانيسته، خو بدبختانه د لوړ پوړو چارواکو له ژمنو سره تر اوسه هم د ښار مربوطو ساحو او کورونو ته نه د برق پايې تللې او نه هم کوم بل کار شوى دى.))

دغه راز د بلند منزلو سيمې اوسېدونکی لقمان جلالزی وايي خلک د برېښنا په رسېدو خوښ او د مسوولينو له ژمنو هيله من و چې ژر به ورته برېښنا ورسول شي، خو په خبره يې د چارو ځنډېدو خلک ناهيلي او غوسه کړي دي.

جلالزي پژواک ته وويل چې د برېښنا ځنډېدل خپله د حکومت پر تاوان هم ده؛ ځکه په خبره يې دولت د وارداتي برېښنا لګښت ورکوي خو خلکو ته د نه وېش له امله بېرته عوايد نه ترلاسه کوي.

نوموړی وايي: ((کلکه ژمنه شوې وه چې د برېښنا له رارسېدو سره به د ګردېز اتلس زره کورونو ته برق ورکړل شي، خو متاسفانه برېښنا د برق په مرکز کې پاتې ده او تر اوسه نده وېشل شوې، د کار نه کېدل خلک نور هم په اداره بې باوره کوي.))

همدارنګه د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر عبدالنصير عالم يار هم د برېښنا پر ځنډېدو خواشينی دی او وايي، د برېښنا شرکت له مسوولينو غواړي چې له ژمنې سره سم د استوګنې سيمو سربېره سوداګرو ته هم د برېښنا اسانتيا برابره کړي.

دی وايي: ((تر اوسه يوازې هغې شبکې ته برق ورکړل شوی چې مخکې جنراټوري برق ورکول کېده. زموږ د تاجرانو لپاره هېڅ سهولت نشته چې توليدات وکړو، موږ په رهايشي ساحو کې اتيا فابريکې لرو، خو متاسفانه چې دوی ته لا هم برق ندی ورکړل شوی او دوی له جرنېټرونو خپل برق تمويلوي چې محيط زيست ته هم خطر دی.))

خو د يادو څرګندونو په غبرګون د پکتيا د برېښنا رييس محمد اصف نيازی وايي چې د ګردېز د برېښنا د وېش قرارداد د درېیو کمپنيو تر منځ لاس په لاس شوی چې د هغوی د خپلمنځي ستونزو له امله د برېښنا د وېش چارې هم په ټپه ولاړې دي.

نيازي پژواک ته وويل چې په دې اړه يې ولايتي او مرکزي ادارې ته خبر ورکړی، خو تر اوسه يې په اړه هېڅ اقدام ندی شوی.

نوموړی وايي چې څو ځايه د قرارداد په خرڅېدو د چارو کيفيت خرابېږي او که ياده ستونزه ژر حل نه شي، نور هم ځنډېږي او بیا د ژمي په موسم کې په پکتيا کې کار نه شي کېدی.

ده وویل: ((د برېښنا د وېش قرارداد د انجليک په نوم له يوې هندي کمپنۍ سره شوی، هغوی بيا سټډکوپ ته ورکړی او هغوی بيا په درېيمه کمپنۍ خرڅ کړی چې د RCC په نوم ده. دلته کار توقف دی، ټول مشکلات د قرارداديانو تر منځ دی، دوی چې هر مشکل لري، کار نه شروع کوي.))

د يادونې ده. د قرارداد له مخې بايد د برېښنا د وېش چارې اووه مياشتې وړاندې پيل شوې وای، خو سره له دې چې د برېښنا د وېش لپاره سلګونه پايې او ځينې تخنيکي او برېښنايي وسايل هم ګردېز ته لېږدول شوي، کار نه پرې کيږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement