د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لغمان او کونړ کې د بيارغونې دوه پروژې بشپړې شوې

لغمان او کونړ کې د بيارغونې دوه پروژې بشپړې شوې

Jul 24, 2018 - 16:59

مهترلام اسعد اباد (پژواک، ۲ زمری ۹۷): د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د ۱۱ نيم ميليونه افغانيو په لګښت د يو لومړني ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

چارواکي وايي، ياده ودانۍ د UNHCR ادارې په مرسته جوړه شوې او د زمري په ۲مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل، دغه ودانۍ چې د شپږو تدریسي او دوو اداري خونو په درلودو سربېره نور ټول ضروري ملحقات هم لري، د UNHCR د یوولس میلیونه او شپږ سوه نوي زره افغانیو په مالي ملاتړ د یوه کال په موده کې جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

هغه وايي، په همدې موخه په جوړو شوو مراسمو کې د لغمان والي محمد اصف ننګ د ناپوهۍ او جهالت پر وړاندې پر قوي او هوډمنې مبارزې ټینګار وکړ او هغه کسان یې د خدای او د دغه ولس دښمنان وبلل چې د علم او تعلیمي بنسټونو پر ضد جنګ کوي.

ننګ وویل چې د یو انسان او په ټوله کې د یوې ټولنې نېکبختي او پرمختګ د علم په ترلاسه کولو او د تعلیمي بنسټونو په پیاوړي کولو پورې تړلې مسئله ده.

هغه په خلکو غږ وکړ چې پر خپلو اولادونو دیني او عصري زده کړې وکړي او د تعلیمي مرکزونو په ساتنه او پالنه کې فعاله ونډه واخلي.

د یاد ولایت د پوهنې ريیس عبدالله حمیدي بیا د جوړې شوې ودانۍ پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې تر دې مهال د یو مناسب تعمیر د نه شتون له امله د یاد ښوونځي شاو خوا ۲۰۰ زده کوونکو په بېلابېلو دېرو او کرایي کورونو کې د موظفو ښوونکو له لوري زده کړې ترلاسه کولې.

همدارنګه په دغه پروګرام کې بیا د ولایتي شورا استازي حاجي عتیق الله عبدالرحیمزي د خپلو خبرو پر مهال د دغه ښوونځي د ودانۍ جوړېدل د سيمې د ځوان نسل د ښې روزنې لپاره ګټور ګام ياد کړ.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دوه ورځې وړاندې هم د لغمان مرکز مهترلام کې د يو بل ښوونځي د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د يو بل خبر له مخې د کونړ ولايت په نرنګ ولسوالۍ کې د ۳۰۰ کورنیو لپاره د څښاک اوبو شبکه ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال ددې پروژې د پرانستې پر مهال وویل ، چې د څښاک د اوبو شبکه د يونيسف د درې اعشایه یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې چې درې سوره کورنۍ ترې ګټه پورته کوي.

هغه د سیمې له خلکو غوښتنه وکړه چې د اوبو د دې شبکې د فعاله ساتنې لپاره په ګډه کار وکړۍ ترڅو د ډیر وخت لپاره د دې سیمې خلک د څښاک د اوبو څخه ګټه واخلي.

د سيمې يو تن اوسېدونکي پاچا وويل چې له دې وړاندې به د دې سیمې خلکو د ډیر لیرې سيمو څخه پر خرو اوبه راوړلې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement