ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان او کونړ کې د بيارغونې دوه پروژې بشپړې شوې

لغمان او کونړ کې د بيارغونې دوه پروژې بشپړې شوې

author avatar
24 Jul 2018 - 16:59
لغمان او کونړ کې د بيارغونې دوه پروژې بشپړې شوې
author avatar
24 Jul 2018 - 16:59

مهترلام اسعد اباد (پژواک، ۲ زمری ۹۷): د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د ۱۱ نيم ميليونه افغانيو په لګښت د يو لومړني ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

چارواکي وايي، ياده ودانۍ د UNHCR ادارې په مرسته جوړه شوې او د زمري په ۲مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل، دغه ودانۍ چې د شپږو تدریسي او دوو اداري خونو په درلودو سربېره نور ټول ضروري ملحقات هم لري، د UNHCR د یوولس میلیونه او شپږ سوه نوي زره افغانیو په مالي ملاتړ د یوه کال په موده کې جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

هغه وايي، په همدې موخه په جوړو شوو مراسمو کې د لغمان والي محمد اصف ننګ د ناپوهۍ او جهالت پر وړاندې پر قوي او هوډمنې مبارزې ټینګار وکړ او هغه کسان یې د خدای او د دغه ولس دښمنان وبلل چې د علم او تعلیمي بنسټونو پر ضد جنګ کوي.

ننګ وویل چې د یو انسان او په ټوله کې د یوې ټولنې نېکبختي او پرمختګ د علم په ترلاسه کولو او د تعلیمي بنسټونو په پیاوړي کولو پورې تړلې مسئله ده.

هغه په خلکو غږ وکړ چې پر خپلو اولادونو دیني او عصري زده کړې وکړي او د تعلیمي مرکزونو په ساتنه او پالنه کې فعاله ونډه واخلي.

د یاد ولایت د پوهنې ريیس عبدالله حمیدي بیا د جوړې شوې ودانۍ پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې تر دې مهال د یو مناسب تعمیر د نه شتون له امله د یاد ښوونځي شاو خوا ۲۰۰ زده کوونکو په بېلابېلو دېرو او کرایي کورونو کې د موظفو ښوونکو له لوري زده کړې ترلاسه کولې.

همدارنګه په دغه پروګرام کې بیا د ولایتي شورا استازي حاجي عتیق الله عبدالرحیمزي د خپلو خبرو پر مهال د دغه ښوونځي د ودانۍ جوړېدل د سيمې د ځوان نسل د ښې روزنې لپاره ګټور ګام ياد کړ.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دوه ورځې وړاندې هم د لغمان مرکز مهترلام کې د يو بل ښوونځي د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د يو بل خبر له مخې د کونړ ولايت په نرنګ ولسوالۍ کې د ۳۰۰ کورنیو لپاره د څښاک اوبو You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.