ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې درې زره راستنو شوو کډوالو ته کورونه جوړېږي

ننګرهار کې درې زره راستنو شوو کډوالو ته کورونه جوړېږي

author avatar
24 Jul 2018 - 11:13
ننګرهار کې درې زره راستنو شوو کډوالو ته کورونه جوړېږي
author avatar
24 Jul 2018 - 11:13

جلال اباد (پژواک، ۲ زمری ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د اروپايي اتحادیې په ۳۲ ميليونه امريکایي ډالرو مرسته په دغه ولايت کې ۳زره مستحقو کورنيو لپاره د استوګنې کورونه جوړېږي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د زمري په ۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د استوګنې کورونو جوړېدو ژمنه له والي حيات الله حيات سره په ليدنه کې په ختيځ کې د يو اېن هبيتات موسسې مشر سعد ملوک شېرزاد کړې ده.

د نوموړي په وينا، د دې موسسې مشر پرون د ننګرهار له والي سره ليدلي او ورته يې ډاډ ورکړی چې ياد پروګرام به په نږدې راتلونکي کې پيل شي خو په دې برخه کې يې د ځمکې او نورو اسانتياوو برابرولو غوښتنه وکړه.

د والي وياند وايي، د يو اېن هبيتات موسسې مشر له والي سره په ليدنه کې ويلي چې د استوګنې په موخه به يادو کورونو لپاره مستحقې کورنۍ له ځانګړي ډېټابيس او څېړنې وروسته معلومې او د کورنۍ د غړو شمېر له مخې به ورته د سهولتونو له مخې کورونه جوړ شي.

سعد ملوک شېرزاد ننګرهار والي ته ډاډ ورکړی چې د اکتوبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې که دوی ورته نورې اسانتياوې برابرې کړي؛ نو د دې برنامې عملي چارې به هم پيل کړي.

والي حيات الله حيات د دغه ولایت د ځمکو خپلواکې ادارې رييس او جلال اباد ښاروال ته سپارښتنه وکړه چې د نورو اړوند مسوولینو په ملتیا د یادې پروژې پلې کېدو په موخه په نښه شوو سیمو کې سروې ترسره کړي او ژر تر ژره یې د وروستیو چارو ترسره کېدو لپاره د ولایت له مقام سره معلومات شریک کړي.

نوموړی زياتوي، والي په ختیځ کې د یو اېن هبیتات ادارې مسوول ته په یاده برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د يادونې ده، له تېرو دوو کلونو راهيسې له پاکستانه سلګونه زره کډوال راستانه شوي چې ډېرى يې په ننګرهار ولايت کې مېشت شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.