ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د وظيفوي غفلت له امله تر اويا ډېر امنيتي مسوولين نيول شوي

ننګرهار کې د وظيفوي غفلت له امله تر اويا ډېر امنيتي مسوولين نيول شوي

author avatar
24 Jul 2018 - 16:33
ننګرهار کې د وظيفوي غفلت له امله تر اويا ډېر امنيتي مسوولين نيول شوي
author avatar
24 Jul 2018 - 16:33

جلال اباد (پژواک، ۲ زمری ۹۷): د ننګرهار والي وايي، د وظيفوي غفلت او د ځينو ستونزو درلودو له امله يې تر اووياو ډېر امنيتي مسوولين نيولي او څېړنې ترې روانې دي.

د حيات الله حيات په خبره، دغه چاره يې د امنيت د تامين لپاره د خپلې هغې ژمنې پوره کولو په خاطر کړې چې د خپلې دندې د پيل په ورځ يې له خلکو سره کړې وه.

والي د خپل کار په لومړۍ ورځ چې اوس ترې دوه مياشتې تېرېږي، له خلکو سره ژمنه کړې وه چې د امنيت د ټينګښت لپاره به له هرې ممکنې لارې کار واخلي او حتی که کوم امنيتي مسوول پر وظفيوي غفلت تورن شي نو تر نيول کېدو وروسته به څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.

نوموړي له پژواک اژانس سره د مرکې پر مهال د امنيت په تړاو يو شمېر اندېښنو ته د ځواب ويلو پر مهال وويل چې د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت لپاره يې له بېلابېلو اقداماتو کار اخیستی دی.

دی وايي، په يو شمېر سيمو کې چې امنيتي پېښې رامنځته شوې، امنيتي مسوولین يې د وظيفوي غفلت له امله نيول شوي او اوس ترې څېړنې روانې دي.

حيات په غني خېلو او مومندرې ولسواليو کې د دوو امنيتي پوستو د سقوط په تړاو وويل چې د دغو پېښو په تړاو هم اړوند مسوولین نيول شوي او اوس ترې تحقيقات روان دي.

هغه زياتوي، په اچين ولسوالۍ کې له يو شمېر امنيتي مسوولينو شکايت موجود و چې د هغو له ډلې يې يو مسوول نيول شوی، نظارت خانه کې بندي دی او د سيمې خلکو ته يې ويلي، که ترې شکايتونه لري نو دوی سره دې ثبت کړي.

والي وايي چې تر اوسه شاوخوا ٧٠ امنيتي مسوولين او کارکوونکي د وظيفوي غلفت له امله نيول شوي دي.

بلخوا د ننګرهار ولايتي شورا او د چارو يو شمېر کارپوهان د امنيت د ټينګښت لپاره د ولايتي ادارې پر دغه اقدام نيوکه کوي او وايي، که دغه اصول وي نو بايد لومړی والي او امنيه قوماندان ونيول شي؛ ځکه ټول ولايت د دوی د مسووليت ساحه ده.

د ولايتي شورا غړي اصحاب ولي مسلم پژواک ته وويل چې د امنيت ټينګښت د مسوولينو په تغيير او تبديل او نيولو نه، بلکې د تجهيزاتو او پرسونل پر زياتوالي رامنځته کېږي.

نوموړی وايي، دلته لويه ستونزه د پرسول او تجهيزاتو کموالی دی او تر هغه وخته چې دا ستونزه حل نه شي نو د نورو لارو چارو نه امنيت نه شي ټينګېدلی.

د چارو کارپوه او مدني فعال روح الله لعل پور هم په دې نظر دی چې د امنيت د تامين لپاره بايد امنيتي تدابير زيات، ځانګړي پلانونه رامنځته، سالم اشخاص وګومارل شي، د پلانونو تعقيب وشي او په بېلابېلو ساحو کې د امنيتي کمربندونه رامنځته شي.

دی وايي: ((ستونزه دا نه ده چې چېرته پېښه رامنځته شي، نو امنيتي مسوول ونيول شي، که دا وي، نو بيا ټول ولايت د والي او امنيه قوماندان د مسووليت ساحه ده، اول دوی بايد ونيول شي.))

هغه ټينګار وکړ چې د امنيت د تامين لپاره بايد والي د امنيتي ادارو او يو شمېر هغو اشخاصو، مدني فعالانو او قومي مشرانو تر منځ د همغږۍ غونډې جوړې کړي چې هغوی ورسره خپلې تجربې شريکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د دغه ولايت ۴۱ امنيتي مسوولين تغيير او تبديل شول چې موخه يې هم دلته د امنيت ټينګښت په ګوته شوی و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.