ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ۱۵ طالبان وژل شوي

هلمند کې ۱۵ طالبان وژل شوي

author avatar
24 Jul 2018 - 13:45
هلمند کې ۱۵ طالبان وژل شوي
author avatar
24 Jul 2018 - 13:45

لښکرګاه (پژواک، ٢ زمرى ٩٧): په هلمند کې د افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال د يو ځانمرګي بريدګر په ګډون ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر مرستيال نواب شاه ځدراڼ د زمري په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو د ګرشک ولسوالۍ په داګيان او سيدان سيمو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه اووه وسله وال طالبان وژل شوي، درې ټپيان دي او امنيتي ځواکونو درې کيلومتره پرمختګ کړى دى.

ده وويل چې د دغو عملياتو پر مهال د طالبانو يو راکټ، دوه کلاشينکوفونه، دوه مخابرې او يو شمېر نور مهمات او اووه کيلوګرامه ترياک افغان ځواکونو ترلاسه کړي دي.

دغه راز د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالسلام افغان پژواک ته وويل چې په نادعلي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د يو ځانمرګي بريدګر په ګډون پنځه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

نوموړي دا هم وويل چې د ګرمسېر ولسوالۍ په لب لېس سيمه کې د افغان ځواکونو او طالبان ترمنځ جګړه کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي او درې مهم پټنځايونه يې له منځه وړل شوي دي.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له طالبانو سره دى او د پاتې شپږو نورو ولسواليو يواځې مرکزونه او ځينې سيمې د حکومت په لاس کې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.