د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر: راستنېدونکو ته دې د تذکرې او تحصیلي اسنادو د وېش لازمې اسانتیاوې برابرې شي

ولسمشر: راستنېدونکو ته دې د تذکرې او تحصیلي اسنادو د وېش لازمې اسانتیاوې برابرې شي

Jul 24, 2018 - 21:05

کابل (پژواک ٢ زمرى ٩٧): ولسمشر غني راستنېدونکو ته د لازمو اسانتياوو په برابرولو ټينګار کړى او ويلي، چې راستنېدونکو ته دې د تذکرې او تحصیلي اسنادو د وېش لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د مهاجرینو عالي کمېسیون غونډې د افغان مهاجرینو په عمومي وضعیت بحث وکړ.

سرچينه کاږي، دغه غونډه چې په ارګ کې جوړه شوه، په پيل کې د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د ایران، پاکستان او اروپايي هېوادونو په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د مهاجرینو د وضعیت او د مهاجرینو د بیا ادغام په اړه راپور وړاندې کړ.

ورپسې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ رئیس غلام رضا رسولي په اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل، ويې ویل، هغه شمېر افغانان چې د پناه اخیستو وضعیت  کې دي، ښه  شرایط لري او کولای شي له خپلو اساسي حقونو برخمن شي.

هغه زیاته کړه، هغه چې د پناه اخیستونکي په توګه یې د پناه اخیستو غوښتنې ارزول کېږي، د دوی د برخلیک تر معلومېدو پورې له حد اقل ملاتړ څخه برخمن دي.

ولسمشر وویل، د افغان کډوالو په اړه باید یو څرګند تصویر موجود وي چې له مخې یې اساسي غوښتنو ته رسیدګي وشي.

هغه همدارنګه راستنېدونکو بې سرپرسته ښځو او ماشومانو ته په رسېدنه ټینګار وکړ.

ده زیاته کړه، د اقتصاد وزارت دې انجوګانو سره ښه همغږي رامنځته کړي چې د تفاهم په اساس راستنېدونکو ته لازمې اسانتیاوې په پام کې ونیول شي.

ده وويل، راستنېدونکو ته دې د تذکرې او تحصیلي اسنادو د وېش لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

غني لارښوونه وکړه چې اړوند بنسټونه لکه د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونه او د نفوسو د احوالو د ثبت اداره دې ښه همغږي ولري چې کډوالو ته د بېرته راستنېدو پر مهال رسېدګي وشي.

د ده په وينا، د حامد کرزي په بین المللي هوايي ډګر کې دې د کډوالو د هرکلي لپاره مناسب ځای په پام کې ونیول شي چې په وخت سره یې خدمت وشي.

هغه بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د افغانستان له سفارتونو سره دې خبرې وشي چې په دې برخه کې د هغوی له بریالیو تجربو کار واخیستل شي.

ولسمشر د کلیو د پرمختیا، کرنې او مالدارۍ، روغتیا، د کار، ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزارتونو په مسوولیت منلو او تعهد کې پر وضاحت ټینګار وکړ.

په دغه غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم خبرې وکړې، ويې ویل، د کډوالو چارو وزارت باید خپل پلانونه او برنامې له سره وګوري تر څو ستونزې او ننګونې په یو منظم فهرست کې ترتیب او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement