ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د پنځو راکټونو لګېدو له امله اووه کسان ټپیان شوي

کابل کې د پنځو راکټونو لګېدو له امله اووه کسان ټپیان شوي

author avatar
24 Jul 2018 - 14:04
کابل کې د پنځو راکټونو لګېدو له امله اووه کسان ټپیان شوي
author avatar
24 Jul 2018 - 14:04

کابل- لومړی تعقیب (پژواک، ۲ زمری ۹۷): د کابل پولیس وايي چې له ناڅرګند استقامت څخه توغول شوي پنځه راکټونه د کابل ښار په افشار سیمه کې لګېدلي او اووه کسان یې ټپیان کړي دي.

د کابل پولیسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند د افشار په سیمه کې پر یو کور راکټ لګېدلی دی.

نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې د دغه راکټ لګېدو له امله درې کسان ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا، له دې پېښې وروسته څلور نور راکټونه هم په وقفه یي ډول د پنځمې حوزې اړوند سیمه کې لګېدلي چې د سیمې یو شمېر اوسېدونکي یې ژوبل کړي، خو سرچینې وویل چې د ټپیانو کره شمېر په لاس کې نه لري.

خو د سیمې یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک ته وویل چې د راکټونو لګېدو له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.

عیني شاهد ونه ویل چې په ټپیانو کې ماشومان او ښځې شامل دي او که نه؟

ستانکزي دا هم وویل چې پولیس د پېښې سیمې ته رسېدلي، د پېښې په څېړنه او روغتون ته د ټپیانو پر لېږدولو بوخت دي.

د دې پېښې مسوولیت تراوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

په دې اړه نور جزئیات په پژواک کې تعقیب کړئ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.