ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې له سلګونو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

کونړ کې له سلګونو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

author avatar
24 Jul 2018 - 18:35
کونړ کې له سلګونو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
author avatar
24 Jul 2018 - 18:35

اسعداباد (پژواک، ٢ زمرى ٩٧): د کونړ د نورګل ولسوالۍ له ٥٦٠ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه او والي وويل چې د دغې ولسوالۍ د مزار دره له داعشيانو تصفيه شوې او دغه کورنۍ به ژر خپلې دغې سيمې ته ستنې شي.

يادې کورنۍ شاوخوا دوه اوونۍ مخکې هغه مهال له خپلې سيمې د ولسوالۍ مرکز ته کډه شوې، چې په مزار دره کې دولتي ځواکونو عمليات پيل کړل.

چارواکي وايي چې ولايتي ادارې نن د يادې ولسوالۍ په مرکز کې له دغو کورنيو څخه هرې يوې ته ۲۵ کیلو ګرامه وریجې، ۲۰ کیلو ګرامه لوبیا، لس لیتره غوړي او یو ترپال ورکړل.

د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال د خوراکي توکو د وېش پر مهال، وويل چې د مزار دره د داعش ډلې له شتون څخه پاکه شوې او ډېر ژر به بېځایه شوې کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شي.

 والي د جزيياتو له ورکولو پرته وویل چې دولتي ځواکونه به د داعش ډله د کونړ په ټولو هغو سيمو کې وځپي چې دا مهال هلته شتون لري.

له يادو بېځايه شويو کسانو څخه د سرور په نوم يو تن چې د مرستې توکي يې تر لاسه کړي، له دولت څخه مننه وکړه چې مرسته يې ورسره وکړه، خو ويې ويل:"زموږ لپاره یاده مرسته بسنه نه کوي، ځکه چې زموږ څخه ډک کورونه پاتې شوي او هرڅه ته اړتیا لرو، په کار ده چې له زموږ سره اساسي مرستې وشي."

د عباس په نوم يو بل تن چې هغه هم د مرستي ياد توکي تر لاسه کړي، له دولت څخه وغوښتل چې دغو بېځايه شويو سره د خېمو مرسته وکړي.

هغه زياته کړه :" موږ د غرنیو سیمو غریب اوسېدونکی یو، د دې وس نه لرو چې کرایي کورونه ونیسو، حکومت دې زموږ په سیمو کې په دوامداره توګه د امنیت لپاره کار وکړي، ترڅو داعشیان بیا رانه شي او موږ خپلې سيمې ته ولاړ شو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.