ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د غزني په اندړو کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۳۶ طالبان نیول شوي”

“د غزني په اندړو کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۳۶ طالبان نیول شوي”

author avatar
25 Jul 2018 - 11:55
“د غزني په اندړو کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۳۶ طالبان نیول شوي”
author avatar
25 Jul 2018 - 11:55

غزني ښار (پژواک، ٣ زمرى ٩٧): د غزني امنيه قوماندان وايي چې ملي امنيت په اندړو ولسوالۍ کې پر يوې مدرسې عمليات کړي او ٣٦ وسله وال طالبان يې له ځان سره بيولي، خو طالبان بيا وايي چې نیول شوي کسان د مدرسې زده کوونکي دي.

د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل نن (د زمري درېيمه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه له کابل څخه د ملي امنيت صفر يو قطعه راغلې وه او د اندړو ولسوالۍ په کمالخېلو سيمه کې يې په نورالمدارس مدرسې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د طالبانو د دوو قوماندانانو ملا عبدالله او دانش په ګډون ٣٦ وسله وال طالبان نيول شوي دي.

ده وويل چې د يادو وسله والو طالبانو د نيولو پر مهال د ملي امنيت ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه هم شوې ده.

د مشعل په وينا، په دې جګړه کې څلور طالبان وژل شوي، پنځه نور ټپيان شوي او د طالبانو دوه رينجر او يو فيلډر موټر هم له منځه وړل شوي دي.

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه افغان او امريکايي ځواکونو د اندړو ولسوالۍ له نورالمدارس الفاروقيه مدرسې څخه ٤٥ زده کوونکي بيولي دي.

مجاهد وايي چې يادو ځواکونو د همدې سيمې په بازار کې درې عام وګړي وژلي او پنځه نور يې له ځان سره بيولي دي.

دغه راز د غزني امنيه قوماندان دا هم وويل چې تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په نودې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ مخامخ جګړه شوې ده.

ده وويل چې په دې جګړه کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په دې اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.